عربستان له پاکستان سره د پوځی ملګرتیاوو زیاتیدا وغوښته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i38875-عربستان_له_پاکستان_سره_د_پوځی_ملګرتیاوو_زیاتیدا_وغوښته
په پاکستان کې د عربستان سفیر ددوه اړخیزو پوځی ملګرتیاوو د پراختیا غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2017 18:34 Asia/Kabul
  • عربستان له پاکستان سره د پوځی ملګرتیاوو زیاتیدا وغوښته

په پاکستان کې د عربستان سفیر ددوه اړخیزو پوځی ملګرتیاوو د پراختیا غوښتنه وکړه.

 

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې په پاکستان کې د عربستان سفیر عبدالله الزهرانی نن د پاکستان د پوځ له کوماندان جنرال قمر جاوید باجوه سره پّه کتنه کې د  دواړو هیوادونو د پوځی ملګرتیاوو  په هکله د نظر تبادله وکړه .

جنرل باجوه په دغه کتنه کې د عربستان سفیر ته ډاډ ورکړ چې د پاکستان پوځ د عربستان دفاع له پاکستانه ددفاع په شان ګڼی. د دغه خبر نور جزییات نه دی راغلې.

کابو دوه اونۍ مخکې هم د سعودی مقاماتو عربستان ته د پاکستان د پوځ د پخوانی مشر جنرل راحیل شریف په سفر کې هغه ته د عربستان له خوا د نه دیرشو اسلامی هیوادونو د خود ساخته  ایتلاف د مشرۍ وړاندیز مطرح کړ.

عربستان په یمن له حملې سره په یو وخت ډیر کوشش وکړ چې  پاکستان په دغه جنګ کې له ځانه سره ملګری کړی خو د پاکستان د پوځ ، پارلمان دولتی چارواکو او خلکو  له منفی ځواب سره مخامخ شو.