په پاکستان کې دافغان محصیلینو او زده کونکو دپاتیکدو نیټه تمدیدیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i38998-په_پاکستان_کې_دافغان_محصیلینو_او_زده_کونکو_دپاتیکدو_نیټه_تمدیدیږی
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ،دپاکستان رسنیو نن دپاکستان دسرحدی چارو د وزارت مرستیال محمد شهزاد ارباب په یو لړ څرګندونو کې وویل که دغه هیواد فیډرل کابین ورسره موافقهوکړی ،نو دهغو افغان کډوالو د اقامت دتمدیدیدو دمجوز پلان به اجرا کړی چې دپاکستان په تعلیمی ادارو کې زده کړې کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 21, 2017 14:17 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې دافغان محصیلینو او زده کونکو دپاتیکدو نیټه تمدیدیږی

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ،دپاکستان رسنیو نن دپاکستان دسرحدی چارو د وزارت مرستیال محمد شهزاد ارباب په یو لړ څرګندونو کې وویل که دغه هیواد فیډرل کابین ورسره موافقهوکړی ،نو دهغو افغان کډوالو د اقامت دتمدیدیدو دمجوز پلان به اجرا کړی چې دپاکستان په تعلیمی ادارو کې زده کړې کوی .

  محمد شهزاد ارباب  دغه راز ویول ،  له  پاکستانه دافغان کډوالو دبیرته ستنیدو نهائی نیټه  د ۲۰۱۷کال تروروستیو پورې تمدید شوې  ،خو  دپاکستان د مرکزی حکومتی کابینې  دغړو لهخوا  دوړاندې شوی  مسودې دتصویبیدا په بڼه به د روان کال له دسمبره وروسته   دافغان  محصیلینو اوزده کونکو  له اقامت سره هم موافقه وکړی

 هغه زیاته کړې    په هغې نهائی نیټې به چې   دپآکستان دحکومت له خوا دافغان کډوالو  د ویستلو لپاره  اعلان شوې ،    افغان  محصیلین اوزده کونکی  شامل نه وی .

 دپاکستان دغه چارواکی  ویلی دی ،  هغه افغان  کډوال چې  دپاکستان په تعلیمی  مرکزونو کې  په زده کړو بوخت دی  د روان کال له دسمبره وروسته  هم په پاکستان کې پاتیکلیدلی شی  او  ددکډوالۍ دځانګړی کارډ  یا پیژندن پاڼې  په وړاندې کولو سره  دپآکستان په تعلیمی  اورګانونو او ښونځیو کې  شتون درلودلی شی .

ټاکل شوې ده دپاکستان  مرکزی کابینه  په روانې میاشتې کې  په دې باب  نهائی  مسوده تصویب کړی .