د پاراچنار چاودنې په غندلو کښې د پاکستان د شیعیانو مظاهرې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i39193-د_پاراچنار_چاودنې_په_غندلو_کښې_د_پاکستان_د_شیعیانو_مظاهرې
د پاکستان شیعیانو پرون د دغه هیواد په بیلا بیلو ښارونو کښې د مظاهرو په کولو سره په پاراچنار کښې ترهګره چاودنه وغندله او د شیعیانو د امنیت په پوره کولو کښې د دغه هیواد د حکومت د جدی پام لرنې غوښتونکی شول. د پاکستان شیعه تنظیمونو همداراز درې ورځې عمومی ویر اعلان کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2017 12:47 Asia/Kabul
  • د پاراچنار چاودنې په غندلو کښې د پاکستان د شیعیانو مظاهرې

د پاکستان شیعیانو پرون د دغه هیواد په بیلا بیلو ښارونو کښې د مظاهرو په کولو سره په پاراچنار کښې ترهګره چاودنه وغندله او د شیعیانو د امنیت په پوره کولو کښې د دغه هیواد د حکومت د جدی پام لرنې غوښتونکی شول. د پاکستان شیعه تنظیمونو همداراز درې ورځې عمومی ویر اعلان کړ.

که څه هم د فیډرال دولت او د خیبر پختونخوا د صوبایی دولت لوړ رتبه چارواکو د پاراچنار په سبزی منډی کښې ترهګره چاودنه وغندله خو د پاکستان د خلکو په تیره بیا د شیعیانو له نظره دغه اقدام کافی ندئ. د دغه هیواد حکومت او پوځ باید د ترهګرو ډلو سره جدی مقابله وکړی. په بل عبارت، د چارواکو لخوا د هرې حملې او ترهګرې چاودنې غندل په پاکستان کښې په یوې عادی چارې بدل شوی دی چې یواځې د ترهګرو لپاره د امن حاشیې د رامینځته کیدو سبب کیږی. له هغه ځایه چې لښکر جهنګوی د پاراچنار د چاودنې پړه په غاړه اخیستې، تر پخوا لا زیات یې د پاکستان د خلکو په تیره بیا د شیعیانو قهر را پارولئ دی ځکه په پاکستان کښې دغه فرقه پاله ترهګره ډله په بشپړه توګه پیژندله شوې ده او له هغې سره مقابله د پاکستان د استخباراتی او امنیتی ادارو لپاره څه سخت او ګران کار ندئ. دې ته په پام سره چې په دې وروستیو کښې د لښکر جهنګوی سرغڼه د پاکستان له امنیتی ځواکونو سره په نښته کښې ووژل شو، د دغه ترهګرې ډلې د جبیره کونکو حملو او چاودنو احتمال له ذهن څخه لیرې نه ؤ. دا چې د پاکستان پوځ او امنیتی ځواکونو د پاراچنار په شان د مهمو او حساسو سیمو د امنیت د ساتلو لپاره چې تل ترهګرې حملې پکښې کیږی، لازمې تابیاوې نه دی سنجولی، د پام او غور وړ خبره ده. په تیره بیا دا چې د پاراچنار پشمول د شیعه میشتو سیمو د امنیت  د ټینګولو چاره د پاکستان پوځ ته سپارله شوې ده او پاراچنار ته د پاکستان د پوځ د قومندان جنرال قمر جاوید باجوا سفر او د دغه چاودنې د ټپیانو پوښتنه کول د دې ښودنه کوی چې هغه د دغه هیواد د خلکو په تیره بیا شیعیانو له قهر او غوسې څخه خبر دی او په دې سفر سره یې هڅه وکړه ، د هغوئ غوسه کمه کړی. د دغه چاودنې په غندلو کښې د شیعیانو مظاهرې د دې ښودنه کوی چې هغوئ د پاکستان د خلکو په تیره بیا شیعیانو د امنیت په ساتلو کښې د دغه هیواد د پوځ او حکومت له کړچاره ناراضه دی.

دغه چاودنې او ترهګرې حملې د هغو ډلو لخوا کیږی چې د پاکستان په ټولنه کښې په بشپړه توګه پیژندلې شوې دی او د ځینو مذهبی تنظیمونو سره اړیکې لری او د پاکستان د پوځ د استخباراتو د تنظیم ایی ایس ایی او نورو امنیتی ادارو لپاره د هغوئ کنټرولول چندانې سخت کار نه دی. د پاکستان شیعیانو په زغرده ویلی دی چې تکفیری او وهابی ترهګر د پاکستان له سنی ټولنې څخه جدا بولی او سنی خلکو د پاراچنار په سبزی منډی کښې د چاودنې له ټپیانو سره د مرستې په کولو سره وښودل چې دغه چاودنه او هر ډول فرقه پال خوځښتونه غندی. پر دې بنسټ د پاکستان خلک په دې تمه دی څو د دغه هیواد سیاسی او پوځی چارواکی د ترهګرو حملو د غندلو او د ترهګرو سره د مقابلې لپاره د پوچو ژمنو د کولو پر ځائ په جدی ډول د خلکو د امنیت د ساتلو لپاره اقدام وکړی او د دې مخه ونیسی چې ترهګرې او فرقه پالې ډلې د امن حاشیې په احساسولو سره په آزاد ډول خپلو جنایتونو ته دوام ورکړی. هیڅ شک نشته چې د خلکو پر وژل کیدا سربیره د ناامنۍ دوام هم د پاکستان د حکومت د اقتصادی او ټولنیزو پروګرامونو پر اجرا کیدا منفی اغیزه لری چې په راتلونکو ټاکنو کښې د نواز مسلم لیګ واکمن ګوند په ګټه نده. سربیره پر دې ترهګرې او فرقه پالې ډلې چې د عربستان له وهابیته سرچینه اخلی، په پاکستان کښې د کورنیو او فرقه پالو نښتو کرښه تعقیبوی چې د دغو ډلو ټپلو سره د پاکستان د حکومت جدی مقابله نه کول، په یو ډول په دغه هیواد کښې د فرقه پالنې د کرښې د تائیدولو په معنا ګڼل کیږی چې د پاکستان د ملی وحدت راتلونکی له خطرې سره مخامخوی.

 

ذیشان حیدر بنگش