په لس هاو پاکستانیان په عربستان کښې زندانی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i39219-په_لس_هاو_پاکستانیان_په_عربستان_کښې_زندانی_دی
په لس هاو پاکستانیان په ترهګرو جرمونو کښې د لاس لرلو په پلمه د عربستان په جیلونو کښې پراته دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2017 02:32 Asia/Kabul
  • په لس هاو پاکستانیان په عربستان کښې زندانی دی

په لس هاو پاکستانیان په ترهګرو جرمونو کښې د لاس لرلو په پلمه د عربستان په جیلونو کښې پراته دی.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې پرون په یو رپورټ کښې، په ترهګرو جرمونو کښې د لاس لرلو په پلمه په عربستان کښې د دغه هیواد د کابو اویا کسانو زندانی کیدو ته په اشارې سره ولیکل: په عربستان کښې د پاکستانی اتباعو د نیولو په وروستۍ پیښه کښې سعودی امنیتی ځواکونو د فاطمه بلوچ مراد په نامه د پاکستان الاصله ښځې په کور باندې په برید سره هغه، سره د هغې د سعودی توکمه میړه ونیوله.

دا وړومبی ځل نه دی چې پاکستانی اتباع په عربستان کښې په ترهګرو جرمونو کښې د لاس لرلو په تور نیول کیږی. په تیر اوړی کښې هم عربستان په جده کښې د یو روغتون څیرمه د چاودنې له کیدو وروسته د تور ګوته د پاکستانی ښاریزو په تور ونیوله او په لس هاو پاکستانیان ئې ونیول او ورڅخه ئې تفتیش وکړ.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې په عربستان کښې د پاکستانیانو په پراخې نیونې باندې په نیوکې سره د هغو د آزادۍ لپاره د اسلام آباد د چارواکو د هلوځلو غوښتنه وکړه.

د دې پاکستانی ورځپاڼې د رپورټ له مخې ګڼ شمیر پاکستانیان په سعودی عربستان کښې د کار لپاره استوګن دی خو له هغو نه هر کال ډیر کسان د نشه ایزو توکو د قاچاق او د ترهګرو جرمونو په شمول مختلفو جرمونو کښې د لاس لرلو په تور نیول کیږی او بې له محاکمه کیدو زندان ته لیږل کیږی او د قاچاق په شان جرمونو باندې د تورن شویو کسانو سرونو پرې کول کیږی.