د آسیا پراختیائی بانک پاکستان ته ۱۹۶میلیون ډالره پور ورکوی
Jan 24, 2017 04:20 Asia/Kabul
د آسیا پراختیائی بانک دیوې موافقې په لاسلیکولو سره ژمنه وکړه چې د لویو لارو د سمولو لپاره ۱۹۶ میلیون ډالر پاکستان له پور ورکړی.
د شینهوا د خبر له مخې دا موافقه په اسلام آباد کښې د پاکستان د اقتصاد د وزارت د مرستیال طارق باجوا او د آسیائی پراخیتائی بانک د استازی ورنر لیپچ لخوا لاسلیک شوه.
ټاکل شوې چې د پاکستان د لارو د نوې کولو او سمولو طرحه دبیخ بیناو د کړکیچنې وضعې د ختمولو او د خلکو د ژوند د ښه کولو او همداشان په سیلاب ځپلو سیمو کښې بازارونو ته د لاسرسۍ موندلو په موخه په خیبرپښتونخوا، پنجاب او سند صوبو کښې
اجرا شی.
د دې طرحې له مخې د دریو کالو په موده کښې به ۲۱۲ کیلومیټره لاره او۳۳ پلونه ورغول شی.
د دې طرحې د اجرا لګښت کابو ۲۱۸ میلیون او ۸ لکه ډالر اټکل شوی دی.