د آسیا پراختیائی بانک پاکستان ته ۱۹۶میلیون ډالره پور ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i39231-د_آسیا_پراختیائی_بانک_پاکستان_ته_۱۹۶میلیون_ډالره_پور_ورکوی
د آسیا پراختیائی بانک دیوې موافقې په لاسلیکولو سره ژمنه وکړه چې د لویو لارو د سمولو لپاره ۱۹۶ میلیون ډالر پاکستان له پور ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 24, 2017 04:20 Asia/Kabul
  • د آسیا پراختیائی بانک پاکستان ته ۱۹۶میلیون ډالره پور ورکوی

د آسیا پراختیائی بانک دیوې موافقې په لاسلیکولو سره ژمنه وکړه چې د لویو لارو د سمولو لپاره ۱۹۶ میلیون ډالر پاکستان له پور ورکړی.

د شینهوا د خبر له مخې دا موافقه په اسلام آباد کښې د پاکستان د اقتصاد د وزارت د مرستیال طارق باجوا او د آسیائی پراخیتائی بانک د استازی ورنر لیپچ لخوا لاسلیک شوه.

ټاکل شوې چې د پاکستان د لارو د نوې کولو او سمولو طرحه دبیخ بیناو د کړکیچنې وضعې د ختمولو  او د خلکو د ژوند د ښه کولو او همداشان په سیلاب ځپلو سیمو کښې بازارونو ته د لاسرسۍ موندلو په موخه په خیبرپښتونخوا، پنجاب او سند صوبو کښې

اجرا شی.

د دې طرحې له مخې د دریو کالو په موده کښې به ۲۱۲ کیلومیټره لاره او۳۳ پلونه ورغول شی.

د دې طرحې د اجرا لګښت کابو ۲۱۸ میلیون او ۸ لکه ډالر اټکل شوی دی.