د پاکستان دپاره چنار ترهګره بم چاودنه او څو پوښتنې :-
-
د پاکستان کرمې ایجنسۍ سیمه تل یوه حساسه سیمه ګڼل کیږي .
زمونږ خبریال راپور راکړی دپاکستان د کرمې ایجنسۍ په مرکز پاره چنار ښار کښې په سبزې منډۍ کښې غمجنه ترهګره بم چاودنه چې د ماشومانو په شمول څه د پاسه پینځویشت(۲۵) کسان پکښې مړه او له اویاو(۷۰) زیات ژوبل شوی وو دومره سخته پیښه وه چې دا ځل دهیواد رسنۍ په تیره بیا ورځپاڼې هم ونه توانیدلې ددغه ترهګرې پیښې په انعکاس سترګې پټې کړی بلکې ځینې دنده پیژندونکو لیکوالان یې د پاره چنار دترهګرې بم چاودنې په اړه څه نه څه لیکلو ته مجبوره کړل .
ضروری ده چې دپاکستان دپیښور چاپ په مشرق ورځپاڼې کښې دهیواد د مشهور لیکوال سید جاوید حیدر مقالې ته چې د پاره چنار پیښه او څو پوښتنو تر عنوان لاندې یې لیکی ده اشاره وکړو .
د پاره چنار د پیښې او دڅو پوښتنو په نوم دمقالې په پیل کښې دپاکستان دطالبانو ډلې د ویندوی محمد خراسانی لخوا ددغه جنایت دمسولیت منلو ته اشاره شوی ده چې ویلی یې وو دغه بم چاودنه د لشکر جهنګوی د ترهګرې ډلګې د مشر اصف چوټو چې دپنجاب صوبې په شیخوپوره ښار کښې دترهګرۍ ضد دځواکونو لخوا په یوې حملې کښې وژل شوی وو د بدل داخیستلو لپاره شوی ده .
ددغه مقالې په دوام کښې ویل شوی دی د پاکستان کرمې ایجنسۍ سیمه تل یوه حساسه سیمه ګڼل کیږی خو په تیرو شلو(۲۰) کلونو کښې په دغه حساسې سیمې کښې هیڅ اغیزشیندونکی امنیتی اقدامات نه دی ترسره شوی .
دمقالې لیکوال سید حیدر جاوید زیاتوی د یویشتمې(۲۱) میلادی پیړۍ دلومړۍ لسیزې په مینځنیو کښې کله چې په پاره چنار او دهغه په شا و خوا سیمو د یوه پلان شوی پروګرام پراساس د پاکستان او دافغانستان دطالبانو لخوا حملې وشوې نو هغه وخت د ولسمشر جنرال پرویز مشرف د دوه ګوڼه سیاستونو بیه دپاره چنار بې ګناه خلکو ورکړه .
په دغو کلونو کښې له پاره چنار څخه ټل ، کوهاټ او پیښور تله تلونکی لاره په کامل ډول دطالبانو ډلې په لاس کښې وه او دپاره چنار او دګیر چاپیر سیمو خلک کاملا څو کاله ددغه ډلې په کلابندۍ کښې وو او حکومتی ځواکونو د راتګ راتګ لپاره له هیلی کوپټرو استفاده کوله .
په مقالې کښې ویل شوی دی په همدغو کلونو کښې طالبانو دټل پاره چنار په لاره کښې په ځلونو د ګاډو تلاشۍ اخیستې او که چیرې د پاره چنار شیعه مسلمانان پکښې سپاره وو نو له ګاډو یې کوز کړی او په بوږونکی ډول یې حلال کړی او سرونه یې غوڅ کړی وو .
خو دپاکستان د هغه وخت د ولسمشر پرویز مشرف مافیایی حکومت دطالبانو لخوا دغه ترسره شوی جنایتونه فرقه ای اختلاف ګڼل او خلکو ته یې دوکه ورکوله .
دپاکستان دپاره چنار خلکو له ځایی حکومت څخه هم شکایت درلود چې دندې دترسره کولو پرځاې یې له طالبانو سره مرستې کولې او دشیعه مسلمانانو په باره کښې یې دغه ډلې ته اطلاعات ورکول .
په دغه مقالې کښې دغه راز دپاکستان دپاره چنار ښار اوسنی حالت ته هم اشاره شوی ده او لیکل شوی دپاره چنار خلکو هغه وخت جدی خطر احساس کړ چې پوځ څه موده مخکې په یو اړخیز ډول هغوې ته الټی میټم ورکړ چې بې وسلې شی .
دحیرانتیا خبره داده دپاکستان پوځ په داسې وخت کښې غواړی چې دپاره چنار خلک بې وسلې کړی چې داعش ډله په افغانستان کښې دپاکستان له کرمې ایجنسۍ سره په ګاونډیو سیمو کښې ورځ تر بلې دپیاوړتیا په حال کښې ده .
دغه خبره هم کیږی دپاکستان د طالبانو د لشکر جهنګوی ډلو جنګیالی چې په سورېې کښې دداعش په څنګ کښې جنګیدل اوس پاکستان ته په ستنیدا دی .
په داډول حالت کښې دپاکستان دپاره چنار دخلکو بې وسلې کول ایا یوځل بیا د طالبانو او دلشکر جهنګوی ډلو دجنګیالیو په مقابل کښې د ۲۰۰۶ او د ۲۰۰۷ میلادی کلونو په شان دپاره چنار دخلکو دپښو اود لاسونوتړل نه دی .؟
یوه(۱) مهمه پوښتنه داده هغه امنیتی اقدامات چې دپاره چنار خلکو دځان ددفاع لپاره کول څه موده مخکې د پاکستان دحکومت او دپوځ لخوا بند کړې شول او حکومتی امنیتی ځواکونو دامنیت دتامینولو ذمه واری پرغاړه واخیستله او له بده مرغه په همدغه یوه میاشت کښې د پاره چنار دسبزې منډۍ دبم چاودنې په شمول دوې(۲) بوږنونکی پیښې رامینځته شوې او خلکو ته ثابته شوه چې دحکومتی ځواکونو لخوا امنیتی اقدامات هیڅ ګټه نلری .
که چیرې دپاکستان د حکومتی ځواکونو لخوا ترسره شویو اقداماتو کومه ګټه لرلی نو د پاره چنار دتیرې شنبې ورځ ترهګره بم چاودنه به نه کیدله .
دمقالې لیکوال زیاتوی هغه وخت چې داعش ډلې په دوو (۲)میاشتو کښې دافغانستان په شیعه مسلمانانو ترهګرې حملې وکړې د پاکستان حکومت او پوځ ولې دپاره چنار دشیعه میشته سیمې چې دافغانستان په ګاونډ کښې پرته ده هیڅ پام ونکړ .
دمقالې لیکوال سید حیدر جاوید لیکی دپاکستان دحکومت لپاره له خپل مسولیت دځان دخلاصولو لپاره ترټولو ښه پلمه داده چې ووایی دغه بم چاودنه یوه (۱)خارجی دسیسه ده .
یو عادی سړی هم پوهیږی دپاکستان پاره چنار ښار چې اکثره نفوس یې شیعه مسلمانان دی ولې له تیرو شلو (۲۰)کلونو راپدیخوا د تکفیری ترهګرو ډلو دحملو په مرکز بدل شوی دی .
د سرزورو ډلو له نظره دپاکستان کرمې ایجنسۍ او دغه راز پاره چنار له شمالی وزیرستان څخه نورو سیمو ته ددوې دتګ راتګ لپاره ترټولو امن لاره ده او شیعه او اهل سنت بریلوی مسلمانان ددغو ترهګرو ډلو په لاره کښې خنډ دی او دغه سرزوری ډلې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ میلادی کال په جنګونو کښې هم ونه توانیدلې کرمې ایجنسۍ قبایلی سیمه ونیسی .
د وخت په تیریدا سره اوس ویل کیږی چې دپاکستان لشکر جهنګوی العالمی ، جندالله اود طالبانو دمولوی فضل الله څانګې په افغانستان، ایران او پاکستان کښې له داعش سره د کار کولو لپاره ګډه ستراتژۍ غوره کړی ده .
په داډول موقعیت کښې ضروری وه له افغانستان سره دپاکستان په سرحد په تیره بیا په کرمې ایجنسۍ قبایلی سیمه کښې په جدی ډول امنیتی تدبیرونه غوره کیدلای خو له بده مرغه دا ډول کار ونشو او ولې دغه کار ترسره نشو .؟
دا داسې پوښتنه ده چې دپاکستان دپوځ لوړرتبه قوماندان باید د تحقیقاتو په ترسره کولو دهغوې ځوابونه ترلاسه کړی .
شناندو دغه پوښتنه مطرح کړی ده په دا ډول شرایطو کښې د پاکستان دپاره چنار دخلکو د بې وسلې کیدا موضوع دکوم چا په حکم سره او ولې مطرح شوی ده او دا خبره چې ولې هغه تدبیرونه چې دپاره چنار خلکو دځان ددفاع لپاره غوره کول د حکومتی امنیتی ځواکونو لخوا ترسره نشول .؟
دوهمه(۲) پوښتنه دپاکستان دپاره چنار د بوږنونکی پیښې په اړه د امت د مجرمانه چپتیا دغوره کولو په باره کښې ده .
داپه داسې حال کښې ده چې امت د میانمار ، فلسطین او کشمیر په هکله په غم کښې ډوب دی .
امت ولې د پاکستان دپاره چنار د خلکو درد او غم احساس نکړ .؟
دمقالې لیکوال سید جاوید حیدر دغه راز دپاکستان په حکومت سختې نیوکې سره لیکی ایا د مرکزی حکومت دنده داده چې یوازې تعزیت ووای اوترهګره حمله وغندی او بس .