د پاکستان پخوانی ولسمشر له ډونالډ ټرامپه غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i39349-د_پاکستان_پخوانی_ولسمشر_له_ډونالډ_ټرامپه_غوښتنه_وکړه
د پاکستان پخوانی ولسمشر د امریکا له نوی حکومته وغوښتل څو د جنوبی ایشیا لپاره خپل استازی وټاکی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2017 11:39 Asia/Kabul
  • د پاکستان پخوانی ولسمشر له ډونالډ ټرامپه غوښتنه وکړه

د پاکستان پخوانی ولسمشر د امریکا له نوی حکومته وغوښتل څو د جنوبی ایشیا لپاره خپل استازی وټاکی.

زمونږ خبریال د راپور په اساس، د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف علی زرداری د امریکا له نوی ولسمشر ډونالډ ټرامپه همداراز غوښتنه وکړه، له هغو موقعیتونو چې د امریکا پخوانی ولسمشر باراک اوباما له ترهګرۍ سره په مقابلې کښې ترې  استفاده ونکړه، ګټه پورته کړی.

زرداری زیاته کړه: باراک اوباما د ولسمشرانو او لومړی وزیرانو په شمول د پاکستان له هیڅ کوم مشر سره مناسبې اړیکې ټینګې نکړې.

د پاکستان پخوانی ولسمشر په عین حال کښې څرګنده کړه: ډونالډ ټرامپ ته باید نوی ورځې فرصت ورکړائ شی او  له هغې وروسته فیصله وشی چې آیا د امریکا نوی دولت پر خپلو ژمنو عمل کړئ دی ؟