د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د اسلامی نړۍ په یووالی تاکید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i39375-د_پاکستان_د_وزیراعظم_سلاکار_د_اسلامی_نړۍ_په_یووالی_تاکید_وکړ
د پاکستان د وزیراعظم سلاکار له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره د نړۍ د مسلمانانو د یووالی غوښتنه وکړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 25, 2017 16:59 Asia/Kabul
  • د پاکستان د وزیراعظم سلاکار د اسلامی نړۍ په یووالی تاکید وکړ

د پاکستان د وزیراعظم سلاکار له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره د نړۍ د مسلمانانو د یووالی غوښتنه وکړه

د سحر چېنل د رپوټ له مخې سرتاج عزیز په اسلام آباد کښې په خپل یو بیان کښې په سوریې، لېبیا او نورو اسلامی هېوادونو کښې د مسلمانانو په قتل عام باندې د افسوس په څرګندولو سره وویل، ترهه ګر د اسلام په نامه مسلمانان قتل عام کوی او غواړی په خپلو دهشتګردانه اقداماتو سره د اسلام څېره داغداره کړی.

سرتاج عزیز تاکید وکړ چې پکار دی د نړۍ مسلمانان خپل اختلافات څنګته کیږی او د ترهه ګرو په مقابل کښې په یووالی او اتحاد سره ټینګ اودریږی.