ایران ۲۶ ناقونونه پاکستانیان نیولی او پاکستان ته ئې وسپارل
Jan 26, 2017 04:13 Asia/Kabul
د ایران سرحدی ځواکونو ۲۶ تنه پاکستانیان ایران ته د غیرقانونی راتګ په وجه نیولی او د پاکستان سرحدی ځواک ته ئې وسپارل.
د ایرنا د خبر له مخې ریډیو پاکستان وویل: نیول شوی کسان د تفتان سرحد له لارې د پاکستان سرحدی ځواکونو ته وسپارل شول.
دا هغه کارګران دی چې د مهاجرت د اړوندو مدارکو یا اقامې د نه لرلو په وجه په ایران کښې نیول شوی او په دغو کښې ځینو کسانو د ایران له لارې په غیرقانونی توګه ترکیې او له هلته نه بیا اروپائی هیوادونو ته د تګ نیت درلود.
ایران ته د پاکستانی اتباعو غیرقانونی کډه کیدل چې کومه نوې خبره هم نه ده، تل د دواړو هیوادونو لپاره یوشمیر ستونزې رامینځته کوی او کله کله له خطرناکو لارو او په غیرمحفوظو ګاډو کښې غیرقانونی راتګ د دغو کسانو د سرونو بایللو سبب کیږی.