په پاکستان کې د شیعه کشۍ په خلاف مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i39517-په_پاکستان_کې_د_شیعه_کشۍ_په_خلاف_مظاهرې_وشوې
د پاکستان شیعیانو د جمعې له لمانځه وروسته په ټولو هیواد کې مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 27, 2017 18:45 Asia/Kabul
  •  په پاکستان کې د شیعه کشۍ په خلاف مظاهرې وشوې

د پاکستان شیعیانو د جمعې له لمانځه وروسته په ټولو هیواد کې مظاهرې وکړې.

 

زمونږ دخبریال د راپور له مخې دغه مظاهرې په کراچۍ ، حیدر آباد ، سکر ، خیر پور، لاړکانه ، ګلګت او بلتستان، او د پاکستان په نورو ښارونو کې د شیعه عالمانود شورا او د دغه هیواد د  وحدت مسلمین په بلنه نن  د شیعیانو د وژلې په خلاف وشوې.

د پاکستان شیعیانو په دغو مظاهرو کې د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف او د داعش او جنګوی تکفیری ډلو په خلاف شعارونه ورکړل.

 شیعه عالمانو په دغه اعتراض کې د پاکستان د شیعیانو د وژلې په وړاندې د دولت په چوپتیا نیوکه وکړه .

 د شیعه عالمانو شورا او د پاکستان و حدت مسلمین مجلس پرون د دغه هیواد له خلکو غوښتې وو چې نن د  جمعې له لمانځه وروسته  په پاکستان کې د شیعیانو  وژلې په خلاف په درست هیواد کې مظاهرې وکړی.

تیره شنبه د پاکستان په پاړه چنار ښار کې د یوې ترهه ګرې چاودنې له امله  پینځه ویشت شیعه مسلمانان شهیدان او تر پنځوسو زیات ژوبل شول . همداراز په تیرو ورځو کې په کراچۍ کې هم یو شمیر تکړه شیعه شخصیتونو ترور شول .