ایران یو مهم ګاونډی او په اسلامی نړۍ کښې اغیزشیندونکی هیواد دی
د پاکستان د پارلیمان مشر د خپل هیواد او د ایران د اسلامی جمهوریت ترمینځ د ورورولیزو اړیکو په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: ایران نه یوازې یو ورور او ګاونډی هیواد بلکې په سیمه او اسلامی نړۍ کښې یو ډیر اغیزشیندونکی هیواد ګڼو.
د ایرنا د خبر له مخې ایاز صادق پرون مازیګر په اسلام آباد کښې د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن له مشر علاء الدین بروجردی په کتنه کښې په اسلامی نړۍ کښې د وحدت د ساتنې اهمیت ته په پام سره څرګنده کړه: تل مو هڅه کړې ده چې د اسلامی نړۍ د وحدت او یووالی په لړ کښې ګام پورته کړو او تفرقه اچونکې دسیسې شنډې کړو.
د پاکستان د قومی اسمبلۍ مشر همداشان په سیمه کښې روانو بدلونونو او له موجودو چیلنجونو سره د مقابلې لپاره د اسلامی هیوادونو د یووالی اهمیت ته په اشارې سره د شیعه او سنی مسلمانانو ترمینځ د وحدت پر ضرورت ټینګار وکړ.
په دغه کتنه کښې د ایران د اسلامی شورا د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن مشر علاء الدین بروجردی هم ایاز صادق ته د ایران د اسلامی شورا (پارلیمان) د مشر علی لاریجانی د سلام په رسولو سره له ګډو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د اسلامی نړۍ د وحدت د ضرورت په لړ کښې د هغه څرګندونې تائید کړې او ورباندې ئې ټینګار وکړ.
هغه همداشان د اسلامی هیوادونو ترمینځ د وحدت او یواوالی د رامینځته کولو په لړ کښې د پاکستان د مثبت رول او رغنده دریځونو قدرونه وکړه.
د ایران د پارلیمان د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن مشر د ایران د چارواکو او خلکو په زړونو کښې د پاکستان ځانګړی مقام ته په اشارې سره وویل: مونږ پاکستان خپل یو مهم او ورور اسلامی ګاونډی ګڼو او په مختلفو زمینو کښې له دې هیواد سره د اړیکو پراخولو ته چمتو یو.