عمران خان د ټرمپ سپکاوی ته د ایران غبرګون ستایلی دی
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر وویل: ایران د متقابل اقدام د پریکړې په کولو سره د ټرامپ حکومت ته پریکنده ځواب ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې عمران خان امریکې ته د ځینو مسلمانو هیوادونو د ښاریزو په سفر باندې د بندیز په هکله د دغه هیواد د نوی ولسمشر ډونلډ ټرامپ د اقدام په غندلو سره وویل: د ټرمپ د حکومت په نوې پریکړه کښې شامل شوی نور هیوادونه دې هم د دې کار په وړاندې د ایران په شان پریکنده چلند وکړی.
هغه همداشان د سپینې ماڼۍ د یو لوړرتبه چارواکی رینس پرایبس د دې څرګندونو په غبرګون کښې چې ممکنه ده پاکستان هم د دغو هیوادونو په نوم لړ کښې ورزیات شی چې ښاریز یې تر راتلونکې خبرتیا پورې امریکې ته د تګ اجازه نه لری، وویل: که امریکا د پاکستان په هکله داسې پریکړه وکړی نو دا به د دې هیواد سره یوه لویه مهربانی او ښیګړه وی.
عمران خان ووی چې بیا به نو د پاکستان تحصیل کړی او پیسه داره خلک امریکې ته د تګ تکل نه کوی او خپله پوهه او پانګه به د خپل هیواد د پرمختګ لپاره لګوی.