د پاکستان په کشمیر کښې لګیدلی اور اتیا دکانونه وسوزول
Jan 30, 2017 12:30 Asia/Kabul
د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په یو بازار کښې د اور لګیدو له امله ۸۰ دکانونه وسوزیدل.
زمونږ د خبریال د خبر له مخې د اور لګیدنې دا پیښه د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په لیپه وادۍ سیمه کښې رامینځته شوه.
خبر زیاتوی چې د سختې واورې وریدو او د لارو د بندیدو له امله د اور وژنې د ادارې ګاډی د اورلګیدنې ځاې ته پر وخت نه دی رسیدلی او د اور په وژلو کښې ناکامه شول.
دې اور د یادې سیمې دکاندارانو ته سخت تاوان رسولی دی.
د دې اورلګیدنې د احتمالی سرتاوانونو په هکله تراوسه کوم رپورټ نه دی رارسیدلی.