پاکستان له ایران سره د تعلقاتو په اهمیت تاکید وکړ
Feb 01, 2017 16:12 Asia/Kabul
د پاکستان د اطلاع رسونې وزیرې د ایران د اسلامی انقلاب د کامیابۍ د اته دېرشمې کلیزې په مراسمو کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په اهمیت باندې په تاکید سره ایران په سیمه کښې یو مهم هېواد او د پاکستان دوست وبلۀ.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې مېرمن مریم اورنګزیب په دغو مراسمو کښې چې په اسلام آباد کښې وشول د دواړو هېوادونو په ښو تعلقاتو باندې په تاکید سره د ترهه ګرۍ په خلاف جنګ کښې له پاکستان سره د ایران د اسلامی جمهوریت د مرستو او ملاتړونو قدرونه وکړه.
په دغو مراسمو کښې په پاکستان کښې د ایران سفیر مهدی هنردوست هم د دواړو ګاونډی او دوستو هېوادونو ترمېنځ د سیاسی، اقتصادی او کلتوری ملګرتیاو په اهمیت تاکید وکړ.
ټیګونه