پاکستان له ایران سره د تعلقاتو په اهمیت تاکید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i39933-پاکستان_له_ایران_سره_د_تعلقاتو_په_اهمیت_تاکید_وکړ
د پاکستان د اطلاع رسونې وزیرې د ایران د اسلامی انقلاب د کامیابۍ د اته دېرشمې کلیزې په مراسمو کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په اهمیت باندې په تاکید سره ایران په سیمه کښې یو مهم هېواد او د پاکستان دوست وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2017 16:12 Asia/Kabul
  • پاکستان له ایران  سره د تعلقاتو په اهمیت تاکید وکړ

د پاکستان د اطلاع رسونې وزیرې د ایران د اسلامی انقلاب د کامیابۍ د اته دېرشمې کلیزې په مراسمو کښې د دواړو هېوادونو د تعلقاتو په اهمیت باندې په تاکید سره ایران په سیمه کښې یو مهم هېواد او د پاکستان دوست وبلۀ.

د سحر چېنل د رپوټ له مخې مېرمن مریم اورنګزیب په  دغو مراسمو کښې چې په اسلام آباد کښې وشول د دواړو هېوادونو په ښو تعلقاتو باندې په تاکید سره  د ترهه ګرۍ په خلاف جنګ کښې له پاکستان سره د ایران د اسلامی جمهوریت د مرستو او ملاتړونو قدرونه وکړه.

په دغو مراسمو کښې په پاکستان کښې د ایران سفیر مهدی هنردوست هم د دواړو ګاونډی او دوستو هېوادونو ترمېنځ د سیاسی، اقتصادی او کلتوری ملګرتیاو په اهمیت تاکید وکړ.