پاکستان له افغانستان سره پخپله ګډه پوله کښې ۲۹ نوې پوسټې جوړوی
د پاکستان د پوځ ویاند د امنیت د زیاتولو په موخه د افغانستان په سرحد کښې د ۲۹ نویو سرحدی پوسټو د جوړولو خبر ورکړ.
فارس خبری آژانس خبر ورکړی چې د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور په دې خبرې سره چې د دواړو هیوادونو ترمینځ ګډه پوله کښې مدیریت د افغانستان په برخه کښې کمزوری دی، زیاته کړه: په ګډو پولو کښې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې یوازنی لاره په روانو حالاتو کښې د سرحدی پوسټو او د امنیتی ځواکونو د شتون زیاتول دی.
هغه په دې خبرې سره چې د پاکستان پوځ قبایلی سیمې د ترهګرو ډلو له پټن ځایونو پاکې کړې دی، وویل: د ځینو ترهګرو ډلو په تیره بیا د پاکستان د طالبانو ډلې غړی په سرحدی سیمو کښې د نښتو له سختیدو وروسته افغانستان ته تښتیدلی دی.
د پاکستان د پوځ ویاند همداشان ټینګار وکړ، تراوسه د پاکستان د قبایلی سیمو هغه ۸۴ فیصده خلک خپلو کورونو ته ستانه شوی دی چې مخکښې یې له ترهګرو ډلو سره د پاکستان د پوځی ځواکونو د مبارزې له امله خپل کورونه پریښی وو.