ټرمپ او د هغۀ سیمه ایز نوکران
زمونږ رېډیو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې سپینې ماڼې وویل چې امریکه به د پاکستان په خلاف بائیکاټونه ونه لګوی.
د سپینې ماڼۍ ویاند وویل امریکه او پاکستان په خپلو کښې د اطلاعاتو د تبادلې معامله لری، نو ځکه امریکه نه غواړی چې په پاکستان هم سفری بندیزونه و لګوی. د سپینې ماڼۍ د ویاند د وېنا له مخې یوازې په هغو هېوادونو باندې بندیزونه لګی چې له امریکې سره د اطلاعاتو تبادله نه لری.
له دې مخکې د امریکې د دفاع نوی وزیر جیمز مېتېس هم ویلی وو چې له یوازېنی اسلامی هېواد سره چې اېټمی وسلې لری تعلق د امریکې ضرورت دے. دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا پرون د خبریالانو په ټول کښې د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا دغه هېواد د اوو اسلامی هېوادونو د ښاریزو د سفر د منعې د فرمان په تائیدولو سره وویل، هر هېواد حق لری چې فېصله وکړی چې کوم هېواد ته خپلې خاورې ته د داخلېدو اجازه ورکړی یا نه. هغه په عېن حال اندېښنه څرګنده کړه چې دا ډول حکمونه تند لارو او ترهه ګرو ته د ناوړو پروپېګنډو فرصت ورکوی. له پاکستان نه علاوه سعودی عرب هم د اوو هېوادونو په خلاف د ټرمپ له حکم څخه ملاتړ وکړ. د سعودی د تېلو وزیر خالد الفلیح امریکې ته د اوو اسلامی هېوادونو د سفر د منعې په تائیدولوسره وویل چې هر هېواد له ځانه د دفاع حق لری.
باید وویل شی چې د سعودی فوځی ویاند جنرل احمد عبری هم له بی بی سی سره په یوه مرکه کښې ویلی دی چې ایران پکار دی په خپلو پولو کښې دننه محدود کړې شی. له دې مخکې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سعودی باچا سلمان بن عبدلعزیز هم په ټیلفونی خبرو اترو کښې د ا یران د اسلامی جمهوریت په خلاف یو واحد دریځ غوره کړے ؤ. دا په داسې حال کښې دی چې د جرمنی، فرانسې او برطانیې په شمول په اکثرو اروپائی هېوادنو او حتی امریکه کښې د اوو اسلامی هېوادونو په خلاف د ټرمپ په حکم باندې پراخه اعتراضونه رامنځته شوی دی او دغه حکم یې په محکمه کښې له مشکل سره مخامخ کړ.
په امریکه کښې ځینو چارواکو د اسلامی هېوادونو په خلاف په دغه فرمان باندې په اعتراض کښې یا له خپلو پوسټونو استعفاګانې ورکړې او یا هم له کاره ووېستل شول. په برطانیې کښې له یو میلینو زیاتو خلقو یو طومار لاسلیک کړ چې پکار دی برطانیې ته د ټرمپ له سفر څخه مخنیوے وشی. بلکه د اسلامی هېوادونو اکثرو مسلمانانو او علماو د اسلامی هېوادونو په خلاف د دغه اقدام په مقابل کښې نه یوازې خاموشی اختیار کړې ده بلکه د سعودی او پاکستان په شان هېوادونو لکه چې مخکې وویل شول د ټرمپ له حکم څخه ملاتړ هم کړے دے.
باید وویل شی چې د اوو اسلامی هېوادونو د ښاریزو په خلاف د ټرمپ حکم په داسې حال کښې جاری شوے دے چې خپله د امریکې رسنې اعتراف کوی چې د دغو اوو هېوادونو هیڅ یو اوسیدونکی تر اوسه د امریکې خلقو او ګټو ته څه ضرر نه دے رسولے. په داسې حال کښې چې د دغو دواړو هېوادونو یعنې پاکستان او سعودی چې د اوو اسلامی هېوادونو په خلاف د ټرمپ د حکم ملاتړ یې کړے دے ښاریز په امریکه کښې د ترهه ګرۍ په اقداماتو تورن دی.
لکه سعودی چې د امریکې د کانګرېس لخوا د دوه زره وړومبی کال د ستمبر د یولسمې په پېښه کښې په لاس لرلو تورن دے چې دا چاره ښودنه کوی چې د ټرمپ د حکم مهم مقصد ایران او د سوریې، یمن او عراق په شان د ایران ملاتړی هېوادونه دی ګنې څوک سعودی په یمن کښې د ماشومانو د وژونکی او د بحرېن د خلقو ځپوونکی او په سوریې او عراق کښې د داعش د ملاتړی هېواد په توګه نه پېژنی او څوک نه پوهیږی چې پاکستان د ترهه ګرو ځاله او مرکز دے او ټولې سیمې او نړۍ ته ترهه ګر صادروی او ټرمپ هم د انتخاباتو په دوران کښې سعودی د داعش ملاتړے او ایران او روسیه د ترهه ګرو ډلو ځپوونکی بلل او کله چې په دغو شعارونو سره سپینې ماڼۍ ته داخل شو نو نو اوس په خپل مخکینی دریځ کښې په یو سل اتیا درجې تاوېدنې سره خپل اصل ته ستون شو او خپل سیمه ایز نوکران او پېروکار یې په غېږ کښې ونیول.
-----------