پاکستان له امریکا سره خبرو ته تیار دی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i40279-پاکستان_له_امریکا_سره_خبرو_ته_تیار_دی_.
ایرنا خبری اژانس وایی په خارجی چارو کښې د پاکستان دلومړی وزیر ځانګړی مرستیال طارق فاطمی په ایبټ اباد کښې د القاعده ډلې دمشر اسامه بن لادن د وژلو په عملیاتو کښې دامریکا له جاسوسۍ ادارې سی ای ای(CIA) سره په ملګرتیا دتورن پاکستانی ډاکټر شکیل افریدی د ازادی په زمینه کښې له واشنګټن سره دخبرو په هکله چمتووالی اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2017 10:33 Asia/Kabul
  • پاکستان هڅه کوي دامریکا له نوي حکومت سره نږدې اړیکې رامینځته کړي .
    پاکستان هڅه کوي دامریکا له نوي حکومت سره نږدې اړیکې رامینځته کړي .

ایرنا خبری اژانس وایی په خارجی چارو کښې د پاکستان دلومړی وزیر ځانګړی مرستیال طارق فاطمی په ایبټ اباد کښې د القاعده ډلې دمشر اسامه بن لادن د وژلو په عملیاتو کښې دامریکا له جاسوسۍ ادارې سی ای ای(CIA) سره په ملګرتیا دتورن پاکستانی ډاکټر شکیل افریدی د ازادی په زمینه کښې له واشنګټن سره دخبرو په هکله چمتووالی اعلان کړ .

شکیل افریدی همدا اوس دپاکستان  دپیښور ښار په زندان کښې د درې دیرش(۳۳) کاله قید پړاو تیروی .

په خارجی چارو کښې د پاکستان د لومړی وزیر ځانګړی مرستیال طارق فاطمی زیاته کړه پاکستان قانون ته دپام کولو په ترڅ کښې اراده نلری په دې هکله دامریکا او دپاکستان ترمینځ تاوتریخوالی زیات کړی .

پاکستان هڅه کوی دامریکا له نوی حکومت سره نږدې اړیکې رامینځته کړی او اراده لری له ډاکټر شکیل افریدی څخه  له امریکا  سره د اړیکو په نوی کولو کښې د ګټونکی پاڼی په توګه استفاده وکړی .