د پاکستان په پنجاب صوبه کښې پینځه طالبان ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i40365-د_پاکستان_په_پنجاب_صوبه_کښې_پینځه_طالبان_ونیول_شول
د پاکستان امنیتی ځواکونو د پنجاب صوبې په ملتان ښار کښې په یو لړ عملیاتو کښې پینځه طالبان ونیول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 07, 2017 11:21 Asia/Kabul
  • د پاکستان په پنجاب صوبه کښې پینځه طالبان ونیول شول

د پاکستان امنیتی ځواکونو د پنجاب صوبې په ملتان ښار کښې په یو لړ عملیاتو کښې پینځه طالبان ونیول.

زمونږ خبریال د راپور په اساس، د پنجاب صوبې ترهګرۍ ضدې ادارې اعلان وکړ:  دغه طالبان چې نصرالله خان، زارساز خان، حکیم خان، ورزی خان ا و روح الله خان نومونه لری، تیره شپه د پاکستان د امنیتی ځواکونو په برید کښې ونیول شول. په دغو عملیاتو کښې یو شمیر وسلې او چاودیدونکی مواد هم کشف او ضبط شول.

د پنجاب صوبې د ترهګرۍ ضدې ادارې د دغه اعلان پر اساس، نیول شویو کسانو نیت درلود، د لاهور ښار پشمول د دغه صوبې په مختلفو سیمو کښې ترهګې حملې ترسره کړی.

د پاکستان سیاسی او مذهبی شخصیتونه وایی چې پنجاب صوبه د ترهګرو پټنځائ دی خو دولت د تکفیریانو له عملیاتو سره په مقابله کښې ناتوانه دی او  د هغوئ پر ضد هیڅ کوم اقدام نه ترسره کوی.