د پاکستان ازاد شوی ویبلاګ لیکونکی چپتیا ختمه کړه .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i40561-د_پاکستان_ازاد_شوی_ویبلاګ_لیکونکی_چپتیا_ختمه_کړه_.
زمونږ خبریال وایی دپاکستان ویبلاګ لیکونکی احمد وقاص ګورایه چې تیره میاشت تر څو اونیو پورې تښتول شوی وو چپتیا ختمه کړه خو دتښتونکو په لور دګوتې له سیخولو یې ډډه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2017 16:44 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې له تیرو لسو(۱۰) کلونو راهسې دخلکو بې درکه کیدل دوام لري .
    په پاکستان کښې له تیرو لسو(۱۰) کلونو راهسې دخلکو بې درکه کیدل دوام لري .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان ویبلاګ لیکونکی احمد وقاص ګورایه چې تیره میاشت تر څو اونیو پورې تښتول شوی وو چپتیا ختمه کړه خو دتښتونکو په لور دګوتې له سیخولو یې ډډه وکړه .

احمد وقاص ګورایه په هغو پینځو(۵) ویبلاګ لیکونکوکښې شامل دی چې دجنورۍ دمیاشتې په لومړیو کښې تښتول شوی وو .

دبشری حقوقوموسسې هیومن رایټس واچ ،دپاکستان دپارلمان استازیواو سیاسی فعالانو ویلی دی چې دغه پینځه(۵) کسان دجاسوسۍ ادارې ایی ایس (ISI)ایی  لخوا تښتول شوی وو .

دپاکستان ویبلاګ لیکونکی احمد وقاص ګورایه چې له دریو(۳)نور ویبلاګ لیکونکوسره یوځاې خوشی شوی د ویرې له کبله  سمدستی هالینډ ته تللی چیرې چې هغه له تیرو لسو(۱۰)کلونو راهسې وسیږی .

دپاکستان دغه ویبلاګ لیکونکی څلوردیرش(۳۴) کلن احمد وقاص ګورایه  په یوې مرکې کښې وویل ما داسې احساس کاوه چې هیڅ کله به ازاد نشم او هیڅ کله به خپل زوی او کورنۍ ووینم .

دپاکستان دغه ویبلاګ لیکونکی احمد وقاص ګورایه چې دنورو فعالانو په شان یې مذهبی سرزورۍ او دپوځ ایسټبلیشمنټ غندلی وو دده دتښتونکو له ورښودلو ډډه وکړه .