امریکا تل دترهګرو په نوم ملکی خلک وژلی دی .
-
د طالبانو او دحقاني ډلې مرکزونه نه یوازې دپاکستان په کویټه بلکې په پیښور ، اسلام اباد او کراچۍ کښې هم شته .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا دامریکا له دفاع وزیر متقاعد جنرال جمیز ماټیس سره په ټیلی فونی خبرو کښې هغه ته ډاډ ورکړ په پاکستان کښې به ترهګرې ډلې وځپل شی .
دامریکا ددفاع وزارت ویندوی جیف ډیویس پرون وویل دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا دامریکا له دفاع وزیر جمیز ماټیس سره ژمنه کړی ده چې پاکستان په خپله خاوره کښې دټولو ترهګرو پرضد مبارزه کوی .
دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په داسې حال کښې د ټولو ترهګرو ډلو د ځپلو ژمنه امریکا ته ورکړی ده چې له هغه مخکې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ټیلی فونی خبرو کښې چې په تیرې پنجشنبې وشوې د ترهګرو ډلو د ملاتړو هیوادونو په باره کښې خبرې وکړې او له ترهګرۍ سره دتش په نامه په مبارزې یې ټینګار هم وکړ .
دغه راز په افغانستان کښې دامریکا دعسکرو قوماندان جنرال جان نیکلسن چې په مشرانو جرګې کښې د وسله والو ځواکونو په کمیسیون کښې یې دافغانستان په اړه وینا وکړه وویل چې حقانی ډله او طالبان دپاکستان په کویټه کښې پناه ځایونه لری .
جنرال نیکلسن وویل کله چې وسله وال مخالفین دهیواد دباندې وی نو له هغوې سره مقابله سخت کار دی .
هغه په عین حال کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې دپاکستان دجدی ملګرتیا غوښتنه وکړه .
په افغانستان کښې دامریکا دعسکرو قوماندان جنرال جان نیکلسن دغه راز دپاکستان او د امریکا په اړیکو کښې د بیاکتنې او جاجونې غوښتنه هم وکړه .
دویلو ده چې په افغانستان کښې دامریکا دپوځیانو قوماندان جنرال جان نیکلسن دغه راز افغانستان ته د امریکا دنورو عسکرو د استولو غوښتنه هم کړی ده .
دتهران رادیو پښتو خپرونې په دې هکله د کابل چاپ دسرنوشت ورځپاڼې د مسوول چلونکی او د کابل دپوهنتون استاد ښاغلی اسد الله وحیدی نظر دټیلی فون په لیکه معلوم کړی دی چې هغه په ځواب کښې ویلی دی په افغانستان کښې دامریکا دپوځیانو قوماندان جنرال جان نیکلسن دپاکستان په کویټه کښې د حقانی ډلې او د طالبانو دپټنځایونو خبره کوی خو دا کومه نوی خبره نه ده .
دامریکا دپوځ تیرو جنرالانو هم دترهګرۍ دجرړې په ارتباط داډول څرګندونې کړی دی او ددنیا خلک په دغو خبرو ښه پوهیږی .
دکابل دپوهنتون استاد ښاغلی اسد الله وحیدی دغه راز په افغانستان کښې دامریکا د پوځیانو د قوماندان جنرال جان نیکلسن څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلی یې دی د حقانی ډلی او دطالبانو پټنځایونه دپاکستان په کویټه کښې دی وویل د طالبانو او دحقانی ډلې مرکزونه نه یوازې دپاکستان په کویټه بلکې په پیښور ، اسلام اباد او کراچۍ کښې هم شته او ددغو دوو(۲) ډلو مشران په کراچۍ کښې دی خو یوازې کویټه ښار یې په ګوته کړی دی .
اسد الله وحیدی دغه راز په افغانستان کښې دامریکا د عسکرو دقوماندان جنرال جان نیکلسن څرګندونې دیوه پوځی له نظره وجاجولې او ویې ویل دامریکا سیاسی مشران نه چمتو کیږی چې د ترهګرۍ دجرړه د ایستلو لپاره یوه(۱) جدی فیصله غوره کړی .
دکابل دپوهنتون استاد او دسرنوشت ورځپاڼې مسوول چلونکی اسد الله وحیدی دغه راز د امریکا دپوځ دقوماندان جنرال جان نیکلسن دڅرګندونو هغې برخې ته په اشارې سره چې ویلی یې دی افغانستان ته باید دامریکا نوی عسکر واستول شی وویل کله چې د جان نیکلسن په وینا دترهګرۍ جرړه معلومه ده چې له پاکستان سرچینه اخلی نو نور افغانستان ته دنویو عسکرو داستولو څه ضرورت دی .؟
اسد الله وحیدی دغه راز د افغانستان دهلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کښې دامریکا د الوتکو بمباریو ته په اشارې سره چې په تیرې پنجشنبې وشوې او له کبله یې دښځو او د ماشومانو په شمول پینځویشت(۲۵) ملکیان وژل شوی او شل (۲۰)نور ژوبل شوی وو وویل دا دامریکا یو بل جنایت دی چې دافغانستان دخلکو پرضد یې ترسره کړی دی .
هغه وویل امریکا په تیرو پینځلسو(۱۵) کلونو کښې همیشه دترهګرو په نوم ملکی خلک وژلی دی .
دا په داسې داسې حال کښې دی چې دترهګرو پټنځایونه له افغانستان څخه بهر دی خو امریکا ورباندې سترګې پټوی .
دکابل دپوهنتون دغه استاد له داعش سره په جنګ کښې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ دمرستې غوښتلو ته په اشارې سره وویل که څه هم دافغانستان لپاره د امریکا دنوی ولسمشر ټرامپ سیاست تراوسه ډیر واضح نه دی خو لیرې ښکاری چې امریکا له افغانستان څخه د داعش د جرړه د ایستلو غوښتونکی ووسی .
هغه دروسیې له ولسمشر پوتین څخه د امریکا د ولسمشر ټرامپ دمرستې غوښتنه یو(۱) سیاسی ژست او مټې رانغړل وباله او ویې ویل څرنګه چې د داعش ډلې پرضد ددنیا عمومی افکار سخت شوی دی نو ځکه خو یې ددنیا دخلکو د خوشحالولو لپاره دغه دوه ګوڼه خبره کړی ده .
دکابل د سرنوشت ورځپاڼې مسوول چلونکی اسد الله وحیدی وویل د افغانستان دملی پارلمان لومړی مرستیال حاجی ظاهر قدیر په ځلونو دپارلمان په ښکاره غونډې کښې ډاګینه کړی ده له داعش ډلې سره دافغانستان د ځینو امنیتی کړیو په مرستې سره دخارجی هیوادونو دعسکرو لخوا ملاتړ او مرسته کیږی او دخارجی عسکرو هدف هم روسیې، چین ، ایران او مرکزی اسیا ته د ناامنیو غزول دی نو دامریکا ولسمشر ټرامپ بیا څرنګه غواړی داعش ډله چې په خپله دامریکا استخباراتی پروژه ده له مینځه یوسی .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر .