د هند تر کنټرل لاندې په کشمیر کښې د نښتو دوام
Feb 11, 2017 11:00 Asia/Kabul
د هند امنیتی ځواکونه د اوښلن ګاز په پاشلو سره تر خپل کنټرول لاندې د کشمیر له اعتراض کونکو خلکو سره ونښتل.
زمونږ خبریال راپور راکوی،د هند امنیتی ځواکونه په سری نګر کښې له هغو کشمیریانو سره ونښتل چې د ملګرو ملتو د دفتر مخې ته مظاهره کوله.د راپور له مخې د هند پولیسو پرون په سرینګر کښې د امنیتی تابیاو په خپلولو سره د دغه ښار په جامع جومات کښې د جمعې لمانځه د ادا کولو مخه ونیوله.
هندی پولیسو د کشمیر د حریت کانفرنس یو مشر له خپلو پیځلس ملګرو سره ونیوه.
د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر حالات د جولائی میاشتې له اتمې نیټې او د حزب الماجاهدین د یوه قومندان برهان مظفر وانی په وژلې پسې کړکیچن شوی او تر اوسه پورې د هندی ځواکونو په لاس کابو ۱۲۵ تنه وژل شوی او په زرګونو نور ژوبل یا نیول شوی دی.