روسیه او چین باید په سیمه کښې مهم رول ولوبوی .
-
پاکستان به دهند اقداماتو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .
زمونږخبریال وایی په خارجی چارو کښې دپاکستان دلومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز دهیواد دخارجی سیاست دمثبتو او منفی اړخونو په بیانولو سره وویل د هند او دپاکستان ترمینځ د تاوتریخوالی اصلی علت دکشمیر موضوع ده .
سرتاج عزیز دغه خبره په کراچۍ کښې د پاکستان انسټی ټیوټ اف اینټرنیشنل افیرز ادارې دچارواکو غونډې ته وکړه .
هغه وویل روسیه او چین به په سیمه کښې دبدلونونو په راوستلو کښې مهم رول ولوبوی .
دپاکستان دلومړی وزیر سلاکار له افغانستان سره داړیکو په اړه وویل پاکستان له افغانستان سره د اختلافاتو دحل کولو لپاره صادقانه کوششونه کوی .
سرتاج عزیز دغه راز وویل په پاکستان کښې د افغانستان کډوال په یوه ګواښ بدل شوی دی ځکه چې اویا زره(۷۰۰۰۰) ملکی خلک وژل شوی او خیبر پښتونخوا صوبې ته هم یوسل پنځوس(۱۵۰) میلیارډه ډالره تاوانونه رسیدلی دی .