روسیه او چین باید په سیمه کښې مهم رول ولوبوی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i40742-روسیه_او_چین_باید_په_سیمه_کښې_مهم_رول_ولوبوی_.
زمونږخبریال وایی په خارجی چارو کښې دپاکستان دلومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز دهیواد دخارجی سیاست دمثبتو او منفی اړخونو په بیانولو سره وویل د هند او دپاکستان ترمینځ د تاوتریخوالی اصلی علت دکشمیر موضوع ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 12, 2017 15:34 Asia/Kabul
  • پاکستان به دهند اقداماتو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .
    پاکستان به دهند اقداماتو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .

زمونږخبریال وایی په خارجی چارو کښې دپاکستان دلومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز دهیواد دخارجی سیاست دمثبتو او منفی اړخونو په بیانولو سره وویل د هند او دپاکستان ترمینځ د تاوتریخوالی اصلی علت دکشمیر موضوع ده .

سرتاج عزیز دغه خبره په کراچۍ کښې د پاکستان انسټی ټیوټ اف اینټرنیشنل افیرز ادارې دچارواکو غونډې ته وکړه .

هغه وویل روسیه او چین به  په سیمه کښې دبدلونونو په راوستلو کښې مهم رول ولوبوی .

دپاکستان دلومړی وزیر سلاکار له افغانستان سره داړیکو په اړه وویل پاکستان له افغانستان سره د اختلافاتو دحل کولو لپاره صادقانه کوششونه کوی .

سرتاج عزیز دغه راز وویل په پاکستان کښې د افغانستان کډوال په یوه ګواښ بدل شوی دی ځکه چې اویا زره(۷۰۰۰۰) ملکی خلک وژل شوی او خیبر پښتونخوا صوبې ته هم یوسل پنځوس(۱۵۰) میلیارډه ډالره تاوانونه رسیدلی دی .