فاسد عالم د ټولنی د فساد لامل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i40880-فاسد_عالم_د_ټولنی_د_فساد_لامل
په کومې ټولنې کښې چې یو عالم دین په فساد اخته شی نو هغه درسته ټولنه په فساد اخته کیږی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 14, 2017 11:38 Asia/Kabul
  • فاسد عالم د ټولنی د فساد لامل

په کومې ټولنې کښې چې یو عالم دین په فساد اخته شی نو هغه درسته ټولنه په فساد اخته کیږی.

زمونږ خبریال راپور راکوی،

که چیری په یوه ټولنه یا کوم هیواد کښې عادی کسان کوم جرم،جنایت یا خطا وکړی نو دومره حساسیت نه پاروی ځکه چې یوازې یو کس دی او یوازې د ځان نمایندګی کوی یا ډیر تر ډیره ښائی د خپلې کورنۍ نمایندګی وکړل شی خو افسوس وی پر هغې ټولنې چې عالمان او مشران یې جرم وکړی او تیروځی په تیره بیا یو عالم دین چې په کوم جرم او جنایت لاس پورې کړی نو ورسره ټولنې ته تاوان رسیږی.په همدې خاطر د یوه عالم فاسدیدل د درستې ټولنې  فاسدیدل ګڼل شوی دی.

کله چې یو دینی عالم کوم جرم او فساد کوی نو هغې ګردې ټولنې ته تاوان ورپیښیږی چې له هغه عالمه پیروی کوی او په جَمعې لمانځه کښې ځنې اقتدا کوی.له بده مرغه دغه ډول علما وزمه کسان په اسلامی امت کښې خورا زیات دی چې همداسې تش په نامه عالمان نن سبا د اسلامی ټولنې د نفاق او تیت پرکیدا سبب شوی دی او ځینې مسلمان ځوانان یې بې لارې کړی دی.خدای دې نه کړی چې یوداسې فاسد عالم د اسلام د مبین دین معرفی کونکی شی چې درسته ټولنه فساد ته ورکاږی.

دغه ډول یو عالم وزمه کس د پاکستان د عالمانو شورا جنرل سیکرټری، مولانا طاهر محمود اشرفی دی چې حتی یو ځل یې شراب څښلی او په نشه کښې یې په یوه ټیلی ویژیونی چینل کښې خبرې کړی او حتی یو ځل پولیسو د پلټنې په مهال د هغه له ګاډی د شرابو بوتلې کشف کړی دی.

له بده مرغه داسې عالمان په پاکستان کښې په آزاده توګه په ټیلی ویژیونی  چینلونو کښې ویناوې کوی او پکښې د خپلو بادارانو د خوشحالولو لپاره د هغوئ له پروګرام سره سم،د شیعیانو او ایران پرخلاف د هیڅه له وییلو ډډه نه کوی.دغه ډول عالم وزمه کسان له معمول سره سم د حج عمرې په پلمه سعودی عربستان ته ځې.اول نیغ په نیغه ریاض ته ځې او له خپلو بادارانو سره په کتنو کښې  ترې زیات مراعات او تیلی ډالرې تر لاسه کوی.

  1. طاهر محمود اشرفی هم په دې وروستیو کښې په العربیه ټیلی ویژیونی چینل کښې د خپلو بادارانو په اشاره دا خبره وکړه چې ایران او حزب الله ترهګر دی.هغه دا ادعا هم وکړه چې د پاکستان په زرګونو خلک د خادم حرمین د حکم په تمه دی چې له سعودی عربستانه د دفاع لپاره بې صبره شوی دی.له دې وروسته وو چې طاهر محمود اشرفی بیا ریاض ته وبلل شو او د عربستان د ولی عهد له ځای ناستی او دفاع وزیر محمد بن سلمان سره کتنه وکړه او ویل کیږی د اسلامی امت د تیت پرک کولو په لړ کښې یې د علاقې وړ موضوعګانو په هکله خبرې اترې کړی دی.

سعودی عربستان چې په پاکستان کښې د وهابیت او تکفیری نظریې د دودولو لپاره خورا زیاتې پیسې لګوی چې که چیرې دومره پیسې د پاکستان د بیوزله خلکو د ژوند په ښه کولو لګول کیدای نو بیوزلی له دغه هیواده خپل ټغر ټولوه او له ترهګرۍ یې لاس اخیسته او په پاکستان کښې ورور وژنه نوره ختمیدله.