په پاکستان کې څو ملیتی سمندری مانوره
په پاکستان کې څوملیتی سمندری مانوره پای ته ورسیدله .
زمونږ د خبریال د راپور له مخې د امن اولس په نامه دغه څو ملیتی سمندری مانوره چې د لسو هیوادونو د بیړیو ، په شتون او د پینځه ویشتو هیوادونو د څارونکی په توګه له تیرو پینځو ورځو په کراچۍ کې پیل شوې وه پرون د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف په شتون سره پای ته ورسیدله .
د لومړی کپتان حمید رهګذر په مشرۍ د اسلامی ایران د سمندری ځواکونو استول شوی پلاوی د څارونکی پلاوی په توګه د مانورې په اخری ورځ د پاکستانۍ بیړۍ عرشې ته په ورتګ سره د دغه مانورې د اجرا په بهیر څارنه وکړوه .
د پاکستان د سمندری ځواک د مشر ځای ناستی سید عارف الله حسینی تیره اونۍ ویلې وو چې دغه نړیواله مانوره به « یو ځای د سولې لپاره» په شعار سره د ګډونکوونکو هیوادږنو د ملګرتیا او اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې د سمندرونو د امنیت د زیاتیدو سبب شی.
پاکستان د سمندری ځواک په ډګر کې خپل نوې پوځی تجهیزات او لاسته راوړنې په دغه مانورې کې نندارې ته وړاندې کړې.