جماعت الاحرار له افغانستان څخه حملې کوی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i40962-جماعت_الاحرار_له_افغانستان_څخه_حملې_کوی_.
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت یوې(۱) لوړرتبه چارواکی میرمن تسنیم اسلم په اسلام اباد کښې دافغانستان د سفیر له مرستیال سید عبدالناصر یوسفی سره په کتنې کښې وویل چې دطالبانو ډلې جماعت الاحرار څانګه په افغانستان کښې له خپل پټنځایونو حملې ترسره کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2017 14:05 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې ترهګرې ډلې په رڼا ورځ په ډیرې ازادۍ سره ترهګرې حملې او بم چاودنې کوي .
    په پاکستان کښې ترهګرې ډلې په رڼا ورځ په ډیرې ازادۍ سره ترهګرې حملې او بم چاودنې کوي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت یوې(۱) لوړرتبه چارواکی میرمن تسنیم اسلم په اسلام اباد کښې دافغانستان د سفیر له مرستیال سید عبدالناصر یوسفی سره په کتنې کښې وویل چې دطالبانو ډلې جماعت الاحرار څانګه په افغانستان کښې له خپل پټنځایونو حملې ترسره کوی .

هغې په اسلام اباد کښې د افغانستان دسفیر مرستیال له دې خبرې هم خبر کړ چې دافغانستان چارواکو ته د ترهګرو ډلو په هکله استخباراتی اطلاعات ورکړل شوی وو او پاکستان له افغانستان څخه غوښتی وو چې په خپل هیواد کښې ترهګر ، دهغوې پټنځایونه او مالی مرسته کونکی له مینځه یوسی .

دپاکستان په مختلفو سیمو کښې په  تیرو څو میاشتو کښې ترهګرې حملې زیاتې شوی چې له کبله یې تراوسه په سلګونو  کسان مړه او ژوبل شوی دی .

په پاکستان کښې ترهګرې ډلې په رڼا ورځ په ډیرې ازادۍ سره ترهګرې حملې او بم چاودنې کوی او نیول کیږی نه او که چیرې کوم ترهګر ونیول هم شی نو زر خوشی کیږی.