دپاکستان حکومت امنیتی غونډه وکړه .
Feb 15, 2017 16:47 Asia/Kabul
-
په دغه امنیتي غونډې کښې په پاکستان کښې دامنیتي حالت په اړه غور وشو .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دلومړی وزیر نوازشریف په مشرۍ په اسلام اباد کښې دلوړرتبه چارواکو امنیتی غونډه وشوه چې پکښې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا او له ترهګرۍ سره دمبارزې دادارې مشر هم ګډون وکړ .
په دغه امنیتی غونډې کښې په پاکستان کښې دامنیتی حالت په اړه غور وشو او په لاهور ،کویټه ،پیښور او مهمند قبایلی سیمه کښې ترهګرې حملې وغندل شوې .
په دغه غونډې کښې فیصله وشوه چې ترهګر او دهغوې تفکرونه به له مینځه یوړل شی او اجازه به ورنکړل شی چې ترهګر له سره احیا شی .