د پاکستان پر ضد نوی ترهګر عملیات پیل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41034-د_پاکستان_پر_ضد_نوی_ترهګر_عملیات_پیل_شول
د پاکستان پر ضد نوی ترهګر عملیات پیل شول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2017 11:37 Asia/Kabul
  • د پاکستان پر ضد نوی ترهګر عملیات پیل شول

د پاکستان پر ضد نوی ترهګر عملیات پیل شول

د پاکستان د پوځی چارو د یوه مشهور تحلیل کونکی زید زمان حامد په حواله  زمونږ  د خبریال د راپور په اساس،  د پاکستان طالبانو، جماعت الاحرار او لښکر جهنګوی له تیرې اونۍ څخه د پاکستان پر ضد یو نوئ جنګ پیل کړئ دی.

د زید زمان حامد په وینا، د پاکستان پر ضد د خوارجو دغه نوئ جنګ، د اسلام آباد د لال جومات د پخوانی خطیب عبدالرشید غازی د عملیاتو په نوم نومول شوئ دی چې په دوه زره اووم میلادی کال کښې د تکفیری ترهګرو پر ضد په پوځی عملیاتو کښې چې په حفصه اسلام مدرسه کښې ترسره شوی وو، وژل شوئ ؤ.

باید ووایو چې د استخباراتی سازمانونو ځینو حلقو هم د لال جومات له تکفیری سیاستونو ملاتړ کاوه.

د یادولو وړ ده چې تکفیریانو څه موده وړاندې په پاراچنار کښې د یوې ترهګرې حملې په ترڅ کښې دیرش تنه شیعیان شهیدان او په لسګونو نور یې ټپیان کړل. د تیرې سه شنبې په ماښام هم په لاهور کښې د پنجاب د صوبایی پارلمان په وړاندې یوه ترهګره حمله وشوه چې په ترڅ کښې یې دیارلس تنه وژل شوی او لسهاوو نور ټپیان شول.

پرون هم د مومندو قبایلی سیمه د یوې ترهګرې حملې کتونکې وه چې پکښې اووه تنه حکومتی ځواکونه ووژل شول.