د سیهون شریف په لعل شهباز قلندر زیارت کښې ترهګره چودنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41058-د_سیهون_شریف_په_لعل_شهباز_قلندر_زیارت_کښې_ترهګره_چودنه
د پاکستان د سیند صوبې د سیهون شریف په لعل شهباز قلندر زیارت کښې ترهګرې چودنې تر ۱۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 16, 2017 18:35 Asia/Kabul
  • د سیهون شریف  په لعل شهباز قلندر زیارت کښې ترهګره چودنه

د پاکستان د سیند صوبې د سیهون شریف په لعل شهباز قلندر زیارت کښې ترهګرې چودنې تر ۱۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولی.

د ډان نیوز له راپور سره سم،نن د سیهون شریف په لعل شهباز قلندر درګاه کښې د ترهګرې چودنې په نتیجه کښې ۵۷ تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په شمول تر ۱۰۰ زیات کسان ژوبل شول.د چودنې له امله د زیارت په انګړ کښې اور ولګیده چې ډیر تاوان یې هم رسولی.

د سیهون د روغتون مشر ډاکټر معین الدین صدیقی په وینا روغتون ته ۵۰ مړی او تر سلو زیات ټپیان راوړل شوی دی او سخت ژوبل کسان د دادو او جامشورو روغتونونو ته انتقال کړای شوی.

د جامشورو د پولیسو افسر طارق ولایت ډان نیوز ته وویل:دغه چودنه ترهګره وه چې ځانمرګی په ظاهره د ښځو په جامو کښې له سنهری دروازې درګاه ته ورننوتلی .

د جامشورو ډیپټی کمشنر وویل:په دغې چودنې کښې ۵۷ تنه وژل شوی چې پکښې ۱۲ ښځې او ۴ ماشومان شامل دی او تر سلو زیات نور کسان ټپیان شوی دی.

رویټرز په بیړنی خبر کښې د داعش په تکفیری او صهیونیسټی ډلګۍ پورې د اړونده اعماق خبری اژانس له قوله څرګنده کړه،داعش ډلګۍ د دغې چودنې پړه په غاړه اخیستلی.