پاکستان له افغانستان سره پوله بنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41062-پاکستان_له_افغانستان_سره_پوله_بنده_کړه
د تاند خبری آژانس د راپور په اساس، د پاکستان پوځ وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ پوله یې د امنیتی دلایلو له کبله تر نامعلوم وخت پورې بنده کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2017 02:32 Asia/Kabul
  • پاکستان  له  افغانستان  سره  پوله  بنده  کړه

د تاند خبری آژانس د راپور په اساس، د پاکستان پوځ وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ پوله یې د امنیتی دلایلو له کبله تر نامعلوم وخت پورې بنده کړې ده.

د پاکستان د پوځ د رسنیو د څانګې استازی تورن جنرال آصف غفور له افغانستان  سره  د پاکستان  د پولې  د بندیدو اعلان په ټویټر کښې خپور کړ.

هغه لیکلی: د پاکستان- افغانستان  پوله  په  امنیتی دلایلو تر راتلونکې امره پوری  بنده ده.

دا پریکړه د پاکستان د سند صوبې په سیهوڼ شریف کښې له حملې وروسته وشوه چې په تیرو پینځو ورځو کښې څلورمه ستره حمله وه.