مفتی منیب الرحمان ترهګرې حملې داسلام دشرع پرخلاف وبللې .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41078-مفتی_منیب_الرحمان_ترهګرې_حملې_داسلام_دشرع_پرخلاف_وبللې_.
زمونږخبریال وایی دکراچۍ پولیسو وویل چې دپاکستان دسیند صوبې په سیهون شریف کښې د حضرت لعل شهباز قلندر په مزار کښې بیګا په ځان وژونکی حملې کښې کابو اتیا(۸۰) زیارتوال مړه او څه دپاسه دوه سوه پنځوس(۲۵۰) نور ژوبل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2017 09:30 Asia/Kabul
  • که څه هم په پاکستان کښې دترهګرو حملو ذمه واري د بیلابیلو ترهګرو ‌ډلو لخوا اخیستل کیږي خو دټولو تکفیري  ټروریسټي ډلو سرچینه یوه(۱)ده .
    که څه هم په پاکستان کښې دترهګرو حملو ذمه واري د بیلابیلو ترهګرو ‌ډلو لخوا اخیستل کیږي خو دټولو تکفیري ټروریسټي ډلو سرچینه یوه(۱)ده .

زمونږخبریال وایی دکراچۍ پولیسو وویل چې دپاکستان دسیند صوبې په سیهون شریف کښې د حضرت لعل شهباز قلندر په مزار کښې بیګا په ځان وژونکی حملې کښې کابو اتیا(۸۰) زیارتوال مړه او څه دپاسه دوه سوه پنځوس(۲۵۰) نور ژوبل شوی دی .

د پاکستان دسیند صوبې د پولیسو مشر وویل ځان وژونکی کس چې د سرو زرو(Golden Door)  د دروازې له لارې لعل شهباز قلندر زیارت ته ورننوتلی وو هغه وخت په ځان پورې تړلی چاودیدونکی مواد ولوزول کله چې ډیر خلک په حرم کښې راغونډ وو او د دعا مراسم شروع کیدل .

د لومړنیو طبی مرستو دنشتوالی او نږدې دکوم روغتون دنشتون په دلیل دبم چاودنې په لومړیو شیبو کښې دمړو او ژوبلو  کسانو شمیر زیات شو .

دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف په لعل شهباز قلندر زیارت کښې دځان وژونکی  حملې په غندلو سره وویل دا په مونږ ، دپاکستان په راتلونکی اود هیواد په  پرمختګ حمله ده .

د ویلو ده چې د جماعت الاحرار ډلې لخوا د یوې بیانیې له خپریدا وروسته چې پکښې د عبدالرشید غازی په نوم د ترهګرو حملو د شروع کیدا اعلان شوی وو په تیرو پینځو(۵) ورځو کښې دپاکستان په څلورو (۴)صوبو کښې د امنیتی ځواکونو ، عادی خلکو او قاضیانو پرضد اته (۸)ترهګرې حملې شوی دی  چې په نتیجه کښې یې کابو یوسل پنځوس (۱۵۰)کسان مړه او کابو درې سوه (۳۰۰)نور ژوبل شوی هم دی .

د ویلوده چې دپاکستان په قبایلی سیمو کښې هم ترهګرې حملې شوی دی .

یوه(۱) میاشت مخکې دپاکستان دکرمې ایجنسۍ  په مرکز پاره چنار کښې په سبزې منډۍ کښې دلشکر جهنګوی العالمی ټروریسټی ډلې لخوا  یوه(۱) ترهګره بم چاودنه وشوه چې په ترڅ کښې یې دیرش(۳۰) شیعه مسلمانان وژل شوی او پنځوس(۵۰) نور ژوبل هم شوی وو  .

که څه هم د غازی په نوم  دعملیاتو پیلیدل  د جماعت الاحرار ډلې لخوا  اعلان شوی خو دتیرو څو اونیو دځینو ترهګرو حملو ذمه وارۍدپاکستان  مختلفو ټروریسټی ډلګیو پرغاړه اخیستی ده .

څرنګه چې دپاکستان دسیند صوبې دسهون شریف په حضرت لعل شهباز قلندر زیارت کښې د بیګا شپې ترهګرې حملې ذمه واری داعش ډلې پرغاړه اخیستی ده .

دغه راز دپاکستان په پیښور کښې په حیات اباد کښې په قاضیانو دحملې مسولیت طالبانو ډلې پرغاړه اخیستی دی او په لاهور کښې  دتیرې دوشنبې شبې د ځان وژونکی حملې چې پینځلس(۱۵) کسان پکښې مړه شوی وو ذ مه واري جماعت الاحرار ډلې پرغاړه اخیستی ده .

جماعت الاحراره ډله په اسلام اباد کښې د لال جومات او د حفصه دینی مدرسې پرضد دپاکستان دپوځ له عملیاتو چې په دوه زره اوم(۲۰۰۷) میلادی کال کښې وشول ددغو  عملیاتو دبدل د اخیستلو لپاره د عبدالولی په مشرۍ جوړه شوی ده  .

عبدالولی وروسته خپل نوم خالد خراسانی ته بدل کړ .

دپاکستان داسلام اباد لال جومات او حفصه مدرسه د تکفیریانو او د وهابیانو په مرکز بدل شوی وو او دوې  دحکومت واکمنۍ تر پوښتنې لاندې وروستلی وه .

دپاکستان دلال  جومات غړیو به په اسلام اباد کښې خلک نیول او دهغوې پرضد به یې حکمونه اجرا  کول .

په تیرو  اتو(۸) کلونو کښې دپاکستان د خلکو ، پوځ او پولیسو پرضد دجماعت الاحرار ډلې لخوا زیاتې ترهګرې حملې شوی دی .

جماعت الاحرار ډله څه موده  دپاکستان له طالبانو ډلې سره یوځاې شوی وه او کله چې داعش ډلې په مینځنی ختیځ هیوادونو کښې ځینې سیمې نیولې نو جماعت الاحرار ډلې دداعش ډلې له مشر ابوبکر بغدادی سره هم بیعت وکړ او اوس یې یوځل بیا په یوې اعلامیې کښې د عبدالرشید غازی په نوم چې په ۲۰۰۷ میلادی کال کښې د حفصه مدرسې پرضد دپوځ دعملیاتو په وخت وژل شوی وو دعملیاتو پیلیدل اعلان کړی دی .

جماعت الاحرار او نورې ترهګرې ډلې معمولا دپاکستان په شیعه او سنی مسلمانانو حملې کوی او د اهل سنت د اولیاو په مزارونو او قبرونو هم حملې کوی چې دا هماغه وهابی او سلفی تفکر دی چې له سعودی عربستان څخه سرچینه اخلی .

که څه هم په پاکستان کښې دترهګرو حملو ذمه واری د بیلابیلو ترهګرو ‌ډلو لخوا اخیستل کیږی خو دټولو تکفیری  ټروریسټی ډلو سرچینه یوه(۱)ده .

دغه تکفیری او وهابی ډلې له ځانونو پرته نور ټول خلک کافر ګڼی  او دغه ترهګرې ډلې اوس دداعش د مشر ابوبکر بغدادی تر بیعت لاندې دی .

د ویلو ده چې په پاکستان کښې د ترهګرو ډلو لخوا دټروریسټی حملو په شروع کیدا سره د پوځ او دحکومت دغه ادعا چې ویل یې دترهګرۍ ملا یې ماتی کړی ده کاملا غلطه ثابته شوی ده .

دتهران راډیو پښتو خپرونې په دې هکله دپاکستان د یوه(۱) نامتو مذهبی عالم او د کراچۍ د دارالعلوم نعمیه دمهتمم ښاغلی مفتی منیب الرحمان نظر د ټیلی فون په لیکه معلوم کړ چې هغه په ځواب کښې وویل په ځلونو مو ویلی دی او فتوا مو هم ورکړی ده  داډول ترهګرې حملې چې کلونه کلونه کیږی په پاکستان کښې د سنی او شیعه مسلمانانو پرضد کیږی حرامې دی او دغه بریدونه  له اسلام سره دښمنۍ ده .

دپاکستان داهل سنتو دغه وتلی مذهبی عالم زیاته کړه له ترهګرو سره جنګ میدانی او جبهه ای جنګ نه دی چې مخامخ دجنګ نتیجه معلومه شی بلکې دغه جنګ قوی اطلاعاتو، په حکومت او پوځ کښې وحدت او ترټولو مهمه داچې جدی ارادې ته ضرورت لری  چې له بده مرغه په پاکستان کښې تراوسه دغه چاره نه ده رامینځته شوی .

دپاکستان دغه تکړه مذهبی عالم منیب الرحمان وویل په هیواد کښې ترهګرۍ هیڅ مذهب نه پیژندی او ټروریسټان  د شیعه ، سنی او د اقلیتونو په شمول په ټولو  مذهبونو او خلکو حملې کوی نو تر ټولو مهمه خبره دا  چې له ترهګرۍ سره دمبارزې لپاره د پاکستان د ټولو خلکو ،د شیعه او سنی مسلمانانو او اقلیتونو وحدت ډیر ضروری دی او دوې باید یوبل ته لاسونه ورکړی او دپټ او مکار دښمن په پیژندلو کښې چې مخامخ نه ورځی مرسته وکړی .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر .