دپاکستان پوځ د افغانستان دسفارت چارواکی احضار کړل .
-
پاکستان وايي چې جماعت الاحرار ډله په افغانستان کښې دیره ده او له هغه ځایه په پاکستان کښې ترهګرې حملې کوي .
زمونږ خبریال وایی پاکستان نن په اسلام اباد کښې دافغانستان دسفارت چارواکی په پنډۍ کښې دپوځ مرکز جی ایچ کیو (GHQ) ته احضار کړل چې په پاکستان کښې د ترهګرو حملو لپاره دترهګرو لخوا دافغانستان له خاورې داستفادې په اړه ورته اعتراض وکړی .
دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو ددفتر مسول میجر جنرال اصف غفور وویل دافغانستان دسفارت چارواکو ته د شپږ اویا (۷۶)ترهګرو فهرست ورکړل شو کوم چې دپاکستان دپوځ تر تعقیب لاندې دی .
دپاکستان پوځ دافغانستان له حکومته وغوښتل چې ددغو شپږ اویا (۷۶)ترهګرو پرضد سمدستی اقدام ترسره کړی یا یې پاکستان ته وسپاری .
دپاکستان حکومت څو ورځې مخکې هم په اسلام اباد کښې دافغانستان دسفیر مرستیال خارجه وزارت ته احضار کړی وو او دترهګرو لخوا دافغانستان له خاورې د استفادې په اړه یې ورته اعتراض کړی وو.
په پاکستان کښې له تیرو څو ورځو راهسې د جماعت الاحرار ډلې لخوا چې دغازی په نوم عملیات یې پیل کړی دی ډیرې حملې شوی دی .
پاکستان وایی چې جماعت الاحرار ډله په افغانستان کښې دیره ده او له هغه ځایه په پاکستان کښې ترهګرې حملې کوی .
دپاکستان حکومت او پوځ دغه هم وایی چې دطالبانو مشر ملا فضل الله هم په افغانستان کښې دیره دی .