دپاکستان پوځ د افغانستان دسفارت چارواکی احضار کړل .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41080-دپاکستان_پوځ_د_افغانستان_دسفارت_چارواکی_احضار_کړل_.
زمونږ خبریال وایی پاکستان نن په اسلام اباد کښې دافغانستان دسفارت چارواکی په پنډۍ کښې دپوځ مرکز جی ایچ کیو (GHQ) ته احضار کړل چې په پاکستان کښې د ترهګرو حملو لپاره دترهګرو لخوا دافغانستان له خاورې داستفادې په اړه ورته اعتراض وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2017 10:13 Asia/Kabul
  • پاکستان وايي چې جماعت الاحرار ډله په افغانستان کښې دیره ده او له هغه ځایه په پاکستان کښې ترهګرې حملې کوي .
    پاکستان وايي چې جماعت الاحرار ډله په افغانستان کښې دیره ده او له هغه ځایه په پاکستان کښې ترهګرې حملې کوي .

زمونږ خبریال وایی پاکستان نن په اسلام اباد کښې دافغانستان دسفارت چارواکی په پنډۍ کښې دپوځ مرکز جی ایچ کیو (GHQ) ته احضار کړل چې په پاکستان کښې د ترهګرو حملو لپاره دترهګرو لخوا دافغانستان له خاورې داستفادې په اړه ورته اعتراض وکړی .

دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو ددفتر مسول میجر جنرال اصف غفور وویل دافغانستان دسفارت چارواکو ته د شپږ اویا (۷۶)ترهګرو فهرست ورکړل شو کوم چې دپاکستان دپوځ تر تعقیب لاندې دی .

دپاکستان پوځ دافغانستان له حکومته وغوښتل چې ددغو شپږ اویا (۷۶)ترهګرو پرضد سمدستی اقدام ترسره کړی یا یې پاکستان ته وسپاری .

دپاکستان حکومت څو ورځې مخکې هم په اسلام اباد کښې دافغانستان دسفیر مرستیال خارجه وزارت ته احضار کړی وو او دترهګرو لخوا دافغانستان له خاورې د استفادې په اړه یې ورته اعتراض کړی وو.

په پاکستان کښې له تیرو څو ورځو راهسې د جماعت الاحرار ډلې لخوا  چې دغازی په نوم عملیات یې پیل کړی دی ډیرې حملې شوی دی .

پاکستان وایی چې جماعت الاحرار ډله په افغانستان کښې دیره ده او له هغه ځایه په پاکستان کښې ترهګرې حملې کوی .

دپاکستان حکومت او پوځ دغه هم وایی چې دطالبانو مشر ملا فضل الله هم په افغانستان کښې دیره دی .