په پاکستان کښې شپږویشت ترهګر وژل شوی دی .
-
د زیارت انګڼ اوس هم په وینو ککړ دی او هرې خوا ته د سړیو او ښځو بوټان ، شالونه او د ماشومانو دشیدو دڅښلو بوتلونه پراته دي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دسیند صوبې په سیهون شریف کښې په لعل شهباز قلندر زیارت کښې دداعش وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې لخوا له بم چاودنې وروسته چې اتیا(۸۰) بې ګناه خلک پکښې وژل شوی او څه دپاسه دوه سوه پنځوس(۲۵۰) نور ژوبل شوی وو امنیتی ځواکونو په ټول هیواد کښې په عملیاتو کښې شپږویشت(۲۶) ترهګر ووژل او ګڼ شمیر نور یې ونیول .
دپاکسان یوه حکومتی چارواکی چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شی وویل دترهګرو پرضد به عملیات تر راتلونکو څو ورځو پورې دوام ولری .
دپاکستان رینجر ځواکونو وویل چې په سیند صوبې کښې بیګا په عملیاتو کښې کابو اتلس(۱۸) ترهګر ووژل شول او دغه راز په خیبر پښتونخوا صوبې کښې په عملیاتو کښې هم یولس(۱۱) نور ټروریسټان وژل شوی دی .
درې (۳)شکمن ترهګر د خیبر پښتونخوا صوبې په ریګی سیمه کښې د پلټنې دعملیاتو په وخت ووژل شول او له هغوې وسلې او لاسی بمونه هم کشف شول .
دپاکستان په اورکزئ قبایلی سیمه کښې هم په حکومتی پوستې دحملې دهڅې په وخت څلور(۴) ترهګر د عسکرو په ډزو کښې ووژل شول .
دپاکستان دسیند صوبې په لعل شهباز قلندر زیارت کښې دبم چاودنې له کبله اتیا (۸۰)کسان وژل شوی چې شل(۲۰) پکښې ماشومان دی .
د زیارت انګڼ اوس هم په وینو ککړ دی او هرې خوا ته د سړیو او ښځو بوټان ، شالونه او د ماشومانو دشیدو دڅښلو بوتلونه پراته دی .