پاکستان له افغانستان سره خپل سرحد وتړه .
Feb 17, 2017 11:00 Asia/Kabul
-
دپاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کښې ترهګر په ډیرې ازادۍ سره ترهګر فعالیتونه کوي او په دواړو هیوادونو کښې بم چاودنې او حملې کوي او بې ګناه خلک وژني .
زمونږخبریال وایی د پاکستان حکومت او پوځ په هیواد کښې له څو ترهګرو بم چاودنو وروسته پرون له افغانستان سره خپل سرحد تر نامعلومې مودې پورې وتړه .
دپاکستان دپوځ چارواکی میجر جنرال اصف غفور وویل دامنیتی دلایلو په وجه د پاکستان او دافغانستان سرحد تر بل حکم پورې تړل شوی دی .
دپاکستان او دافغانستان سرحد په سیند صوبې کښې په لعل شهباز قلندر زیارت کښې د داعش وهابی ډلې له بم چاودنې وروسته تړل شوی دی .
د ویلو ده چې دپاکستان او افغانستان په سرحدی سیمو کښې ترهګر په ډیرې ازادۍ سره ترهګر فعالیتونه کوی او په دواړو هیوادونو کښې بم چاودنې او حملې کوی او بې ګناه خلک وژنی .