دپاکستان پوځ له ترهګرو د غچ اخیستلو ژمنه وکړه .
-
دپاکستان دملت د وینې دهرې قطرې بدل به سمدستي واخیستل شي او دهیڅ ترهګر په هکله به نور زغم ونه ښودل شي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دسیند صوبې په سیهون شریف کښې په لعل شهباز قلندر زیارت کښې له ترهګرې بم چاودنې وروسته پوځ په یوې بیانیې کښې ترهګرو ډلو ته په سخته لهجه کښې وویل پوځ به د دوې ترهګرو حملوته ځواب ورکړی .
دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو ددفتر مشر میجر جنرال اصف غفور وویل په هیواد کښې اوسنۍ ترهګرې حملې په افغانستان کښې له پناه ځایونو او د دښمنو قدرتونو په لارښونې سره کیږی او مونږ به دپاکستان دفاع وکړو او ترهګرو ته به ځواب ورکړو .
هغه وویل دپاکستان دملت د وینې دهرې قطرې بدل به سمدستی واخیستل شی او دهیڅ ترهګر په هکله به نور زغم ونه ښودل شی .
دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف د لعل شهباز قلندر زیارت بم چاودنه غندلی .
دپاکستان دسیند صوبې ګورنر یا والی محمد زبیر هم وویل سیند دصوفیانو ټاټوبی دی او ترهګرو په زیارتوالو حمله کړی ده چې خپلو ناوړه هدفونو ته ورسیږی .
دپاکستان دسیند صوبې حکومت په صوبه کښې درې(۳) ورځې عمومی ویر اعلان کړی .
دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان دغه بم چاودنه غندلی او ویلی یې دی چې زه په بې ګناه خلکو چې ښځې او ماشومان پکښې شامل وو په ترهګرې حملې سخت خواشینی شوم .
دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان هم دغه ترهګره بم چاودنه غندلی ده .
دپاکستان دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداری هم وویل چې په لعل شهباز قلندر زیارت حمله دترهګری ترټولو ناوړه ډول دی او هدف یې دصوفی اتحاد او دامن له مینځه وړل دی .
هغه وویل دغه حمله زمونږ په کلتور، تاریخ او تمدن حمله ده .
بلاول بوټو زرداری وویل چې دسیند صوبې هر یو ښاریز به دترهګرو پرضد مبارزه وکړی او دغه ښکارنده به له مینځه یوسی .
دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر هم دلعل شهباز قلندر دزیارت د بم چاودنې دغندلو په ترڅ کښې وویل ددغه صوبې خلک او حکومت د وژل شویو کسانو په غم کښې شریک دی .