دپاکستان د ملیشا ځواکونو دوه غړی ژوبل شول .
Feb 17, 2017 12:11 Asia/Kabul
-
دډزو دتبادلې په وخت څو وسله وال ترهګر وژل شوي هم دي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان په خیبر قبایلی سیمه کښې چې افغانستان ته نږدې پرته ده دحکومتی عسکرو په یوې پوستې دوسله والو کسانو په حملې کښې دوه(۲) ایف سی حکومتی ملیشا ځواکونه ژوبل شول .
دپاکستان پوځ وویل دغه حمله دافغانستان له خاورې شوی وه او حکومتی عسکرو په چټکې سره په شا وتمبوله .
دپاکستان پوځ زیاته کړی ده چې دډزو دتبادلې په وخت څو وسله وال ترهګر وژل شوی هم دی .
دغه راز دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په ډیره اسماعیل خان کښې دپولیسو په ګاډې ډزوسره څلور(۴) پولیس او د پیټرولو پمپ یو(۱)کار کونکی ووژل شول .