د پاکستان پولیسو په ترهه ګره حمله اعتراض کوونکی وځپل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41112-د_پاکستان_پولیسو_په_ترهه_ګره_حمله_اعتراض_کوونکی_وځپل
د پاکستان پولیسو د سند صوبې په سیهون ښار کې د معترضو کسانو د تیتولو لپاره له اوښلنو ګازونو او ډنډو استفاده وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 17, 2017 17:17 Asia/Kabul
  • د پاکستان پولیسو په ترهه ګره حمله اعتراض کوونکی وځپل

د پاکستان پولیسو د سند صوبې په سیهون ښار کې د معترضو کسانو د تیتولو لپاره له اوښلنو ګازونو او ډنډو استفاده وکړه.

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې په سیهون ښار کې غوسه شویو معترضانو په دغه ښار کې د لال شبهاز قلندر په مزار د حمله کوونکو  لپاره د عدالت په اجره  او د دولت له خوا د امنیتی تابیاوو دښه کیدو غوښتنه وکړه ، معترضانو همداراز د پولیسو یو ګاډی وسوزاوه .

ویل کیږی چې له دغه اعتراضیه غونډې وروسته د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او د پوځ مشر قمر باجوه هم  په یو روغتون کې د دغه چاودنې د ژوبلو کسانو پوښتنې ته ورغلل.

 په حیدر آباد کې د  پولیسو مشر قاضی شاهد پرویز وویل چې د لال شهباز قلندر په مزار د ترهه ګرې حملې د وژل شویو کسانو  شمیر اته اتیا او د ژوبلو درې سوو ته رسیدلی دی .

دا په داسې حال کې دی چې د پاکستان مقامات په افغانستان کې پټې شوې افراطی ډلې منجمله جماعت الاحرار د دغه حملې ذمه وارې ګڼی او د کابل حکومت ته یې  د شپږ اویا مشکوکو کسانو چې ادعا کوی په افغانستان کې پټ شوې ، لیسټ ورکړی دی .