د پاکستان پولیسو په ترهه ګره حمله اعتراض کوونکی وځپل
د پاکستان پولیسو د سند صوبې په سیهون ښار کې د معترضو کسانو د تیتولو لپاره له اوښلنو ګازونو او ډنډو استفاده وکړه.
زمونږ د خبریال د راپور له مخې په سیهون ښار کې غوسه شویو معترضانو په دغه ښار کې د لال شبهاز قلندر په مزار د حمله کوونکو لپاره د عدالت په اجره او د دولت له خوا د امنیتی تابیاوو دښه کیدو غوښتنه وکړه ، معترضانو همداراز د پولیسو یو ګاډی وسوزاوه .
ویل کیږی چې له دغه اعتراضیه غونډې وروسته د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او د پوځ مشر قمر باجوه هم په یو روغتون کې د دغه چاودنې د ژوبلو کسانو پوښتنې ته ورغلل.
په حیدر آباد کې د پولیسو مشر قاضی شاهد پرویز وویل چې د لال شهباز قلندر په مزار د ترهه ګرې حملې د وژل شویو کسانو شمیر اته اتیا او د ژوبلو درې سوو ته رسیدلی دی .
دا په داسې حال کې دی چې د پاکستان مقامات په افغانستان کې پټې شوې افراطی ډلې منجمله جماعت الاحرار د دغه حملې ذمه وارې ګڼی او د کابل حکومت ته یې د شپږ اویا مشکوکو کسانو چې ادعا کوی په افغانستان کې پټ شوې ، لیسټ ورکړی دی .