امریکا باید دپاکستان پرضد زور وکاروی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41154-امریکا_باید_دپاکستان_پرضد_زور_وکاروی_.
زمونږ خبریال وایی دامریکا مشهورې ورځپاڼې وال سټریټ جورنال په یوې (۱)مقالې کښې ولیکل دپاکستان په هکله د امریکا صبر نور ختم شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2017 10:36 Asia/Kabul
  • که چیرې دګازرو سیاست داسلام اباد په سیاست او پالیسۍ کښې کوم بدلون رانه ولي نو هغه وخت امریکا باید له یوه (۱) غټ سوټي څخه کار واخلي .
    که چیرې دګازرو سیاست داسلام اباد په سیاست او پالیسۍ کښې کوم بدلون رانه ولي نو هغه وخت امریکا باید له یوه (۱) غټ سوټي څخه کار واخلي .

زمونږ خبریال وایی دامریکا مشهورې ورځپاڼې وال سټریټ جورنال په یوې (۱)مقالې کښې ولیکل دپاکستان په هکله د امریکا صبر نور ختم شوی دی .

دغه ورځپاڼې زیاته کړه دپاکستان په اړه دامریکا صبر په چټکۍ سره په ختمیدا دی .

دامریکا دنوی ولسمشر ټرامپ د ترهګرۍ ضد  دپروګرام  دغه معنا لری چې اسلام اباد نور په اسانۍ سره نشی کولای دترهګرو  دساتلو او له هغوې دملاتړ له مسلې ځان خلاص کړی .

دامریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې دراپور پراساس پاکستان د واشنګټن خواخوږۍ له لاسه ورکوی .

دامریکا  د کارپیژاندو لیکنې او په ولسی جرګې کانګرس کښې د چارواکو څرګندونې او دغه راز دولسمشر ډونالډ ټرامپ خپګان ټول په دې ټکی ختمیږی چې امریکا په پاکستان دباو  راوړی هغه  ترهګرې ډلې وځپی چې په افغانستان کښې دامریکا په عسکرو حملې کوی او هندوستان او افغانستان بې ثباته کوی .

دامریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې لیکی د ۲۰۰۱ میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې دیولسمې(۱۱) نیټې له پیښې وروسته په تیرو څوارلسو(۱۴) کلونو  کښې دامریکا د کارپیژاندو، استخباراتی ادارو او دپوځ یو نسل ددې کتونکی وو چې پاکستان د حقانی ، طالبانو او دلشکر طیبه په شان د ترهګرو ډلو ملاتړ کاوه او په ۲۰۱۱ میلادی کال کښې په ایبټ اباد کښې دپاکستان دپوځ ترټولو سترې پوځی اکیډمۍ کاکول  ته نږدې د القاعده ډلې دمشر اسامه بن لادن  وسیدل او پیدا کیدل دپاکستان په دوه ګوڼه سیاست د تائید ټپه ده .

دامریکا وال سټریټ ورځپاڼه زیاتوی که چیرې پاکستان غواړی له دغه تیاره حالت څخه ووځی نو د ترهګرو ډلو پرضد اقدامات وکړی په بله بڼه کښې ممکنه ده چې پاکستان یوځل بیا د امریکا اعتماد له لاسه ورکړی خو که چیرې اسلام اباد خپل تیر کار ته دوام ورکړی او ترهګر په ښه او بد وویشی یعنی هغه ټروریسټان چې په پاکستان کښې حملې کوی بد او هغه ترهګر چې په افغانستان کښې جنایتونه کوی ښه وګڼل شی باید دخپلو صادراتو لپاره د ترټولو ستر بازار (امریکا) او دخپلو دفاعی وسایلو له ترټولو ستر تولیدونکی هیواد سره د خپلو اړیکو د سړیدا په هکله اندیښمن ووسی .

دامریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼه زیاتوی یو راپور چې د هیریټیج لیزاکر تیس فاونډیشن او په امریکا کښې دپاکستان دپخوانی سفیر حسین حقانی لخوا چې اوس په هاډسن انسټی ټیوټ کښې کار کوی په ګډه په روانه میاشت کښې برابر کړی دی دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرامپ حکومت ته ټینګار وکړ چې له پاکستان سره ډیره سختی وکړی چې اسلام اباد ونشی کولای  دترهګرو ملاتړ وکړی .

دامریکا د جارج ټاون سی پوهنتون استاد کریسټین فیر چې دپاکستان په اړه یې کتاب لیکلی دی استدلال ورکوی چې پاکستان له امریکا  د پیسو په ترلاسه کولو او ورپسې له طالبانو په ملاتړ کولو سره دامریکا په پیسو سره دامریکا په پوځیانو، ملکی خلکو اودغه راز په نړیوالو متحدانو او دافغانستان په عسکرو حملې کوی او خپلې دښمنۍ ته دوام ورکوی .

دامریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼه بیا لیکی په افغانستان کښې دامریکا د پوځیانو قوماندان جنرال جان نیکلسن په ولسی جرګې کانګرس کښې د وینا پرمهال وویل حقانی ډله او طالبان په پاکستان کښې امن پناه ځایونه لری .

جان نیکلسن وویل کله چې دښمن دهیواد دباندې وی نو له داډول دښمن سره جنګ ډیر سخت وی .

په امریکا کښې دپاکستان پخوانی سفیر حسین حقانی او دغه راز میرمن کورټیس  باوری دی پاکستان ته دڅو کاله فرصت په ورکولو سره که چیرې دګازرو سیاست داسلام اباد په سیاست او پالیسۍ کښې کوم بدلون رانه ولی نو هغه وخت امریکا باید له یوه (۱) غټ سوټی څخه کار واخلی .