په پاکستان کښې د ترهګرۍ د وروستی څپې لامل
د جماعت الاحرار له لوری د عبدالرشید غازی نومی د ترهګرو عملیاتو د لړۍ د پیلولو په اعلان پسې چې په ټولنیزو چینلونو کښْې هم خپور شو،په پاکستان کښې ترهګرې حملې چې په تیرو دریو کلونو کښې تر یوه حده کمې شوی وې ناڅاپه بیا زیاتې شوی دی.
زمونږ خبریال راپور راکوی،په تیرو پینځو ورځو کښې په سیند،بلوچستان،پنجاب او خیبر پښتونخوا څلورو صوبو کښې اته ځانمرګی ترهګرې حملې شوی چې تر ټولو بوږنونکی یې د سیند صوبې په لعل شهباز قلندر زیارت کښې د تیرې جمعې شپې ترهګره حمله وه چې پکښې کابو اتیا زیارتوال مړه او دوه نیم سوه نور ژوبل شول.د دغو بلا بیلو حملو پړه د جماعت الاحرار،پاکستانی طالبانو او داعش په څیر بیلا بیلو ډلګیو په غاړه اخیستلی چې تر یوې لوبې زیات بل څه نه دی ځکه چې دغه ټولې ډلګۍ بالاخره له هماغه یوه تکفیری او سلفی تفکره سرچینه اخلی او د پاکستان ګردو تکفیری ډلګیو له داعش سره د مرستې لپاره سوریې ته هم دانګلی دی او ځوانان یې د جنګ او ښځې او پیغلې یې د جهاد النکاح په موخه سوریې ته لیږدولی دی.جماعت الاحرار چې په ۲۰۰۷ م کال کښې په اسلام آباد کښې پر حفصه دینی مدرسې او لال جومات د پوځ له لوری په حملې پسې د غچ اخیستلو لپاره جوړ شو بیا له پاکستانی طالبانو او همدغه راز له داعش سره ملګری شول.
د ویلو ده چې د پرویز مشرف د حکومت په مهال پوځ په دې خاطر پر حفصه مدرسې او لال جومات حمله وکړه چې پښې یې له خپل څادره اوښکلی او په اسلام آباد کښې یې یو موازی حکومت رامینځته کړی ؤ او خلک به یې نیول او سزا کول.په هغې حملې کښې مولوی عبدالرشید غازی وژل شوی ؤ او ورور یې مولوی عبدالعزیز د ښځو جامو په اغوندلو سره په تیښتې بریالی شوی ؤ.
نو اوس پوښتنه دا مطرح ده چې د جماعت الاحرار او پاکستانی طالبانو په لاس له دومره وژلو وروسته چې په تیرو لسو کلونو کښې د عام خلکو پر ضد کړی،اوس د مولانا عبدالرشید غازی د بدل اخیستلو په لټه کښې شوی په داسې حال کښې چې د پاکستان پوځ په ویاړ سره دا وییل چې د ضرب عضب په عملیاتو کښې چې پوځ د ترهګرو پر خلاف څو کاله مخکښې په شمالی وزیرستان کښې پیل کړی،د ترهګرۍ ملا ماته کړی ده.
البته د پاکستان او افغانستان اکثره سیاسی،پوځی او امنیتی کارپوهانو دغه عملیات یو نمایش باله او اوس هم باوری دی،د ضرب عضب د عملیاتو په نتیجه کښې د ازبکو،تاجیکو،چیچنیانو او یو شمیر پاکستانی طالبانو په شمول ځینې بهرنی ترهګر افغانستان ته منتقل کړی شوی او د جماعت الاحرار،لشکر جهنګوی،سپاه صحابه او پاکستانی طالبانو په څیر ترهګرې ډلګۍ د پاکستان د ښارونو په تیره بیا جنوبی پنجاب ته منتقل کړی شوی او کله چې اړتیا یې درلوده نو په ترهګرو حملو په تیره بیا د شیعیانو پر ضد په ترهګرو حملو یې لاس پورې کوه.
کارپوهان د جماعت الاحرار له خوا د غازی نومی د ترهګرو حملو پیلیدل د نړیوالې ټولنې په تیره بیا افغان دولت له لوری له ترهګرۍ په ملاتړ د پاکستان له تورنولو سره اړونده ګڼی لکه د افغانستان د پارلمان یوه غړی،ګل باچا مجیدی زمونږ سره په مرکه کښې وویل:افغان اولسمشر اشرف غنی بیلا بیلو هیوادونو ته په سفر کښې له ترهګرۍ د پاکستان د ملاتړپه باره کښې سندونه وړاندې کوی او متحده عربی اماراتو ته په خپل وروستی سفر کښې د دغه هیواد چارواکو ته داسې باوری سندونه ورکړل چې د دې ښودنه کوی،چې د کندهار ولایت په دولتی میلمستون هغه حمله په پاکستان کښې پلان شوی وه چې پکښې پینځه اماراتی ډیپلماټان وژل شوی وو.همدغه راز په افغانستان کښې د امریکائی پوځیانو قومندان جنرال جان نکلسن د اریکا په مشرانو جرګې کښې په خپلې وروستۍ وینا وویل:طالبان او حقانی ډلګۍ په پاکستان کښې امن ځایونه لری.
د ګل باچا مجیدی په وینا،پاکستان غواړی عمومی افکار له حقایقو وغړوی او د دغه هیواد استخباراتی ادارو د بیګناه خلکو پر ضد وروستۍ ترهګرې حملې پلان کړی څو دا وویل شی چې پاکستان په خپله د ترهګرۍ قربانی دی.