د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته د پاکستان د سفیر احضار
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41174-د_افغانستان_د_بهرنیو_چارو_وزارت_ته_د_پاکستان_د_سفیر_احضار
د افغانستان په ختیځو ولایتونو د پاکستان له راکټی حملو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کښې د پاکستان سفیر احضار کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 18, 2017 11:51 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته د پاکستان د سفیر احضار

د افغانستان په ختیځو ولایتونو د پاکستان له راکټی حملو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کښې د پاکستان سفیر احضار کړ.

له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، د دغې وزارتخانې مرستیال حکمت خلیل کرزی په کابل کښې د پاکستان له سفیر«ابرار حسین» سره په کتنه کښې د دغه هېواد په سېند صوبه کښې په وروستۍ ترهه ګره حمله او د لسګونو کسانو په وژل کېدو د افسوس په څرګندولو سره وویل د افغانستان خلق د ترهه ګرۍ د اصلی قربانیانو په توګه د پاکستان د خلقو درد په ښه توګه درک کوی ځکه چې افغان خلق هره ورځ د لسګونو ترهه ګرو او راکټی حملو کتونکی دی.

هغه زیاته کړه، افغان حکومت د پاکستان په خاوره کښې د ترهه ګرو ډلو په وړاندې د دغه هېواد د اقداماتو غوښتونکے دے. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال د پاکستان له خاورې څخه د ننګرهار او کنړ ولایتونو په پوله ایزو سیمو راکټی حملې وغندلې او په کابل کښې د پاکستان له سفیر څخه یې په دې اړه وضاحت وغوښتۀ.

حکمت خلیل کرزی همدارنګ  په پاکستان کښې د یو نیم سل افغان کډوالو له نیولو او د تورخم او  چمن د پولو له تړل کېدو څخه یې اندېښنه څرګنده کړه.