دپاکستان د خیبر سیمې خلک نورو سیمو ته کډوال کیږی .
-
دپاکستان پوځیانو پرون ددوهمې ورځې لپاره دافغانستان سرحد ته نږدې دترهګرو په مرکزونو حملې وکړې .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دخیبر قبایلی سیمې ځایی حکومت له افغانستان سره دسرحدی سیمو خلکو ته ویلی دی چې سمدستی نورو امن ځایونو ته مهاجرت وکړی .
دغه سپارښتنه د پاکستان دخیبر قبایلی سیمی د شین پوخ(Sheenphokh) او د سمسې(Samsay) سیمو خلکو ته شوی ده .
دپاکستان له خیبر قبایلی سیمو د خلکو مهاجرت پیل شوی او دا په داسې حال کښې دی چې امنیتی ځواکونو هلته عملیات هم پیل کړی دی .
دغه راز دپاکستان پوځیانو پرون ددوهمې ورځې لپاره دافغانستان سرحد ته نږدې دترهګرو په مرکزونو حملې وکړې او کابو شل(۲۰) ټروریسټان یې ووژل او په لسګونو نور یې ژوبل هم کړل .
دافغانستان سرچینو وویل دپاکستان د پوځ په حملو کښې دترهګرو یو(۱) مهم مشر رحمان بابا هم وژل شوی کوم چې ترهګرو او ځان وژونکو ته پوځی روزنه ورکوله .
دپاکستان دپوځ په حملو کښې دجماعت احرار او د پاکستان دطالبانو ډلې دولس(۱۲) دپوځی روزنې کیمپونه او دوسلو ګودام تباه شوی .