دافغانستان خاوره دپاکستان پرضد استعمالیږی .
-
اسلام اباد به دجرمني په مونیخ امنیتي کانفرنس کښې په پاکستان کښې د ترهګرو حملو موضوع مطرح کړي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل وسله وال دافغانستان خاوره په پاکستان کښې د ترهګرو فعالیتونو لپاره کاروی .
دپاکستان دفاع وزیر زیاته کړه دهیواد په څلورو(۱) صوبو کښې اوسنۍ ترهګرۍ دیوه پلان پراساس شوی ده او دافغانستان خاوره په پاکستان کښې د ترهګرۍ لپاره د ټروریسټانو لخوا استعمالیږی .
هغه وویل اسلام اباد به دجرمنی په مونیخ امنیتی کانفرنس کښې په پاکستان کښې د ترهګرو حملو موضوع مطرح کړی .
پاکستان له تیرو دریو(۳)ورځو راهسې په لاهور، پیښور ، کویټه ، او سیهون شریف کښې دترهګرو حملوپه هکله چې له سلو(۱۰۰) زیات کسان پکښې وژل شوی دی د افغانستان له چارواکو سره خبرې کړی دی .
پاکستان وایی چې داډول حملې دهغو وسله والو کسانو لخوا کیږی چې په افغانستان کښې امن پناه ځایونه لری .
پاکستان دغه راز له افغانستان سره خپل سرحدونه تړلی دی او په اسلام اباد کښې دافغانستان دسفارت چارواکی یې هم په پنډۍ کښې دپوځ مرکز جی ایچ کیو ته احضار کړی دی چې دترهګروحملو موضوع ورسره وڅیړی .