دپاکستان دلاهور او دپیښور دحملو مسوول کسان پیژندل شوی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41208-دپاکستان_دلاهور_او_دپیښور_دحملو_مسوول_کسان_پیژندل_شوی_.
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان وویل د لاهور او پیښور په ترهګرو حملو کښې ټول لاس لرونکی کسان پیژندل شوی او دا خبره ثابته شوی ده چې ترهګر دافغانستان کډوال د خپلو اقداماتو لپاره د اسانتیا دبرابرونکو په توګه استعمالوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2017 02:18 Asia/Kabul
  • ترهګرو په خارجي هیوادونو کښې مرکزونه او د پوځي روزنې کیمپونه جوړ کړي دي او هڅې روانې دي چې دپاکستان امنیت خراب کړي .
    ترهګرو په خارجي هیوادونو کښې مرکزونه او د پوځي روزنې کیمپونه جوړ کړي دي او هڅې روانې دي چې دپاکستان امنیت خراب کړي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان وویل د لاهور او پیښور په ترهګرو حملو کښې ټول لاس لرونکی کسان پیژندل شوی او دا خبره ثابته شوی ده چې ترهګر دافغانستان کډوال د خپلو اقداماتو لپاره د اسانتیا دبرابرونکو په توګه استعمالوی .

هغه وویل پاکستان له تیرو څلویښتو (۴۰)کلونو راهسې  د افغانستان دمیلیونو خلکو کوربه توب کوی او اوس د افغان کډوالو ذمه واری داده چې په خپلو لیکو کښې ترهګر عناصر ښکاره کړی .

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان وویل مونږ دافغانستان له حکومته غوښتی دی  چې دهغو ترهګرو پرضد چې دپاکستان تر تعقیب لاندې دی سخت اقدام وکړی یا یې پاکستان ته وسپاری چې سزا شی .

هغه وویل په راتلونوورځو کښې به امنیتی ځواکونه او پولیس نور عملیات وکړی چې خارجی عوامل او دهغوې ځایی اسانتیا برابرونکی(Facilitator) ونیسی .

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان وویل دترهګروپرضد عملیات به داخری ټروریسټ تر له مینځه تلو پورې دوام ولری .

هغه دکوم هیواد د نوم له اخیستلو پرته وویل ترهګرو په خارجی هیوادونو کښې مرکزونه او د پوځی روزنې کیمپونه جوړ کړی دی او هڅې روانې دی چې دپاکستان امنیت خراب کړی .