پاکستان وایی، د لاهور د حملې په تړاو یې ۲۰۰ افغانان نیولی
Feb 19, 2017 10:38 Asia/Kabul
پاکستان، چې هڅه کوی خپلې وروستۍ حملې له افغانستان او افغانانو سره وتړی، نن وویل چې د لاهور او سند د انتحاری بریدونو په تړاو یې په سلګونو افغانان نیولی دی.
د پنجاب صوبایی پولیس وایی، د دې صوبې د پارلمان مخته د تیرې اوونۍ د انتحاری برید په تړاو یې تراوسه پوری ۲۰۰ افغانان نیولی دی.
تر دې وړاندې تیره اوونۍ هم پاکستانی پولیسو په لاهور کې د شاوخوا ۵۰ تنو افغانانو د نیولو ادعا کړې وه.
دوی دغه راز وایی، تر څو چې یې د حملې اصلی عاملان نیولی نه وی، کور په کور تلاشیو ته به دوام ورکوی.
د پنجاب پولیسو ویندوی وویل، له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات روان دی او نامعلوم ځای ته بیول شوی دی.
په همدې حال کې د سند پولیس وایی چې په لسګونو افغانان یې د لال شهباز قلندر په زیارت کې د انتحاری برید په تړاو نیولی دی.