د افغانستان او پاکستان په پوله کښې یولس یرغلګر ووژل شول
Feb 19, 2017 16:23 Asia/Kabul
یولس یرغلګر چې له افغانستانه پاکستان ته یې ننوتل غوښتل په کرم اېجنسۍ سیمه کښې د پاکستان له امنیتی ځواکونو سره په نښته کښې ووژل شول.
د ډان خبری سائیټ د رپوټ له مخې د پاکستان امنیتی چارواکو وویل په دغه نښته کښې چې نن رامنځته شوه د دغه هېواد دوه امنیتی ځواکونه هم ووژل شول.
رېډیوپاکستان هم په یو رپوټ کښې د دغه هېواد د پنجاب صوبې په لیه سیمه کښې له دهشتګردو سره د مبارزو ځواکونو په عملیاتو کښې د پینځو دهشتګردو د وژل کېدو خبر ورکړ.
افغان چارواکو په دې اړه لا څه ردعمل نه دے څرګند کړے.
افغانستان او پاکستان تل یو بل له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ تورنوی.