په پاکستان کښې د ترهګرو دولس اډې ونړول شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41278-په_پاکستان_کښې_د_ترهګرو_دولس_اډې_ونړول_شوې
د پاکستان پوځ له افغانستان سره د دغه هیواد په پوله کښې داعش ډلې ته اړونده د یوې ترهګرې ډلې دولس اډې له مینځه یوړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2017 02:11 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د ترهګرو دولس اډې ونړول شوې

د پاکستان پوځ له افغانستان سره د دغه هیواد په پوله کښې داعش ډلې ته اړونده د یوې ترهګرې ډلې دولس اډې له مینځه یوړې.

د پاکستان سما خبری چینل د راپور په اساس، د دغه هیواد پوځ د تیرو دوو ورځو په عملیاتو کښې د دغه هیواد په شمال لویدیځ کښې د ترهګرو دولس اډې ویجاړې کړې.

د پاکستان پوځ د اعلان په اساس، همداراز د پاکستان په شمال لویدیځ کښې د خیبر پختونخوا صوبې په کورمې ایجنسۍ کښې د رحمان بابا په نوم د داعش ترهګرې ډلې د یوه قومندان پشمول شل ترهګر ووژل شول. همداراز په کورمې ایجنسۍ په یو لړ نورو عملیاتو کښې یوولس نور ترهګر له افغانستان څخه پاکستان ته د ننوتو په حال کښې ووژل شول.